اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې صلاحكار شوكت ترين سره په پاكستان كښې د جمهوريه عراق سفير حامد عباس لفتا فنانس ډويژن كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص نمائنده مولانا طاهر محمود اشرفي هم موجود ؤ ۔د خزانې صلاحكار ووئيل پاكستان او عراق خپلو كښې تاريخي٬مذهبي او كلتوري اړيكې لري۔ده د تېلو او ګاز په څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو نه علاوه د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو له د خوښي څرګندونه وكړه۔حامد عباس لفتا د دواړو هېوادونو ترمينځه په تاريخي اړيكو رڼا واچولو كښې ووئيل عراق د پاكستان منونكو وړومبو هېوادونو كښې شامل دے۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي او تجارتي مرستې لا قوي كولو خوښي څرګنده كړه۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام