Thailand Car Wash Festival Official Entertainment Link
APP18-200224
RAWALPINDI: February 20 – President Dr Arif Alvi addressing the National Health Summit on dental hygiene organized by the Rawalpindi Chamber of Commerce and Industry. APP/MAF/FHA
اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په پاکستان كښې د صحت په بابله د چېلنجونو په خاص توګه د خلې رنځونو مخنيوي لپاره د احتياطي تدبيرونو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي په دې عمل كولو سره د غاښونو د 90 فيصده نه د زياتو ??سئ??و لاره نيولې كېدې شي، د آبادۍ لوئې برخې ته د دارو درملو سهولت وركول ګران هدف دے٬ شعور بېدارولو سره په هېواد كښې د صحت په څانګه كښې د رنځونو بوجھ كمولو له مرسته كېدې شي۔ ده دا خبرې د راولپېنډي چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آر سي سي آئي) ترسېوري لاندې نېشنل هېلتھ سمټ ته خپلې وېنا كښې كړي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل دي قام د كووېډ-19 په مهال په اجتماعي هلو ځلو سره نړۍ كښې يو مثال جور كړے ٬ د دغسې اتحاد او يووالي څرګندونه د تعليم ،صحت او اقتصادي څانګو ??سئ??و مخنيوي لپاره ضروري ده۔ صدر مملکت ووئيل د کووېډ۔19 وبا په مهال كله چې ګرده نړۍ كښې دا خپرېده٬ پاكستان د دې نه بچ كېدو لپاره د نړۍ د درېمې غوره كاركردګۍ مظاهره كونكې هېواد په توګه رامخې ت?? شوے او دا هر څه د اولس او د ټولو شراكتدارو د اجتماعي هلو ځلو او مرستې په سبب ممكن شوي چا چې د وبائي رنځ خپرېدو لاره نيولو لپاره هلو ځلو كښې د اتحاد څرګندونه كړې۔ ده ووئيل دغې كاميابۍ سباٶن لپاره يوه لاره جوړ كړې كومه چې په عصري چېلنجونو ??اب?? موندلو له زمونږ په هلو ځلو كښې زمونږ لارښوونه ك??ي۔ ده په دې موقع په ټولو شراكتدارو او كاروباري ورورولۍ زور رواړو چې ذهني تناٶ او په آبادۍ كښې د اضافې پشمول د صحت په اړه اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل كردار ولوب??ي۔ ده ووئيل بايد د كوچنيانو په ضد د جنسي جرائمو او د نشه اي توكو استعمال په اړه د بېلا بېلو ذريعو د لارې شعور بېدار كړے شي۔ صدر مملکت په اخلاقيات آډانه اصولو زور رواړولو سره د دولت وېش او د وسائلو ځيني كسانو سره د پاتي كېدو په اړه د تفاوت ختمولو پخلے وكړو۔ په دسې مهال د راولپېنډي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر ثاقب رفيق٬ د پېنډۍ چېمبر صحت لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن ډاکټر شمائل داؤد آرائيں هم وېنا وكړه