اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير ف??صر احمد شيخ د نېشنل انسټي ټيوټ آف ميري ټائم افيئرز دوره كړې ٬ په دې مهال د پاكستان بليو اكانومي قوي كولو لپاره په سټریټجك شراكتدارۍ زور راوړلے شوے ۔د شورو په ورځ ده د نېشنل انسټي ټيوټ آف ميري ټائم افيئرز(اين آئي ??يم اے)دوره وكړه چې پكښې د سمندري چارو وزارت او اين آئي ??يم اے ترمينځه د زياتې نه زياتې مرستې اهميت رامخې ته كړے شو ٬ دغسې چې پاكستان د بحري څانګې او بلو اكانومي پرمختګ مخ په وړاندې بوځي۔وفاقي وزير د ايكوكلچر٬ګرين شپنګ٬ميري ټائم ټورازم او ګرين شپ ري سائيكنګ پشان مهمو سمندري څانګو مخ په وړاندې بوتللو له خوښي څرګ??ده كړه ۔وفاقي وزير ق??صر احمد شيخ د دورې په مهال د ميري ټائم پالېسۍ جوړولو٬تحقيق كولو او د پاكستان سمندري ګټې مخ په وړاندې بوتللو كښې د اين آئي ??يم اے كردار په اړه تفصيلي بريفنګ واغست ۔بريفنګ كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې پاكستان سمندري معي??ت كښَې دا مهال د جي ډي پي د 0.2 فيصد څخه هم لږه نمائندګي لري كومه چې د 10-8 فيصد نړيوال معيار بالكل برعكس ده ۔اين آئي ??ېم اے حكومتي٬قامي او نړيوالو شراكتدارو سره روانه شراكتدري هم سمندري څانګه كښې پرمختګ تندولو لپاره ضروري وګرځوله ۔بريفنګ كښې د بليو اكانومي بېلو اړخونو په اړه د مختلف امكانات لټولو جاج واغستلے شو او د هېواد سمندري وسائلو كارولو لپاره د يو سمدستي كوټلي قامي ايكشن پلان ض??ور?? محسوس كړے شو۔وفاقي وزير د ميري ټائم په ټولو څانګو كښې پائيدار پرمختګ لپاره د سباؤن تګلارې لپاره د سمندري چارو وزارت او اين آئي ??يم اے او نورو ميري ټائم سټيك هولډرز ترمينځه د ثوي هڅو په اهميت زور راوړو۔
د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د نېشنل انسټي ټيوټ آف ميري ټائم افيئرز دوره٬ د پاكستان بليو اكانومي قوي كولو لپاره په سټریټجك شراكتدارۍ زور
PT online reliable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد