اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) پاکستان او ایران په منځني ختیز کښې ?? اسرائیل لخوا د پوځي يرغل او د بې ګناه وګړو د نسل كشۍ اقداماتو غندنه كولو سره د اسرائيلي حكومت د نړيوال قوانين او د ملګرو ملت??نو د چارټر خلاف ورزو څخه منع كولو كښې ?? نړیوالې ټولنې ناکامۍ ته ګوته نيولې ده۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي د نهې په ورځ له ملاقات وروستو يو ګډ خبري کانفرنس ته په وېنا کښې ووئيل په مقبوضه سيمو كښې ?? اسرائيل غير قانوني اقدامات په مينځني ختيز كښې ?? تاؤ تريخوالي اسباب ٬ د نړيوال قانون ٬ د نړيوال بشري قانون او د ملګرو ملت??نو د چارټر خلاف ورزي ده۔ له دې څخه وړاندې دوی د منځني ختیځ او اوسنیو نړیوالو حالاتو او پېشرفت په شمول د منځني ختیز کړکېچ، د خپلواکۍ حق څخه انکار ٬ د نړیوالو قوانینو په برقرار ساتلو او د احتساب مخ په وړاندې بوتللو ته د پام ګرځونې په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار په دې ګډ کنفرنس کښې ووئیل دواړو د فلسطین د خلقو د خپلواکۍ حق ترلاسه کولو لپاره د سمدستي جنګ بندۍ ، د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو په اړتیا زور راوړو۔ ده په ايران د اسرائيلي پوځي بريد??نو د پاكستان لخوا د فوري او سختې غندنې ذكر كولو سره ووئيل دا بريدونه د ايران د خپلواكۍ سنګينې خلاف ورزۍ دي۔ نائب وزیراعظم كال 1967 څخه وړاندې پول?? تر مخه د خپلواكه فلسطيني هېواد جوړېدو غوښتنه تكرار كړه د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ نائب وزيراعظم ووئيل پخوانۍ مسئلې فلسطين او جمو وكشمير د خپلواكۍ حق څخه د انكار اسباب لري او دا مسئلې بايد د ملګرو ملت??نو د قرارداد??نو او چارټر له مخې حل كړې شي۔ د دواړو هېواد??نو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې خبره زور راوړو چې چې ترهګري او انتها خوښي د سیمې سولې ته جدي خطرې دي او هیله یې څرګنده کړه چې د دغو چېلنج??نو له مينځه وړلو لپاره به شريكې هڅې وكړې شي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بريكس په فورم كښې ?? پاكستان د غړيتوب لپاره د ايران د ملاتړ او په ايران كښې ?? مقدس ځاي??نو زيارت كوونكو ته د اسانيو برابرولو لپاره د ايران د خارجه وزير مننه وكړه۔ دواړه مشران به په جده کښې په راتلونکې اسلامي سرمشریزه غونډه كښې ??يا ملاقات كوي۔ د دوئي په دې خبره صلاج يوه شوه چې په هغه چارو به يو نقطه نظر سره هڅې كولې شي كومو لپاره چې د ګډې سرمشریزه غونډه رابللې شوې ده۔ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ووئیل، د اسرائیل حکومت په غزه کښې ??دي جنایتونه او د نسل كشۍ كارروايۍ كوي او په لبنان او نورو ځای??نو کښې یې په پراخه كچه د يرغل كولو لړۍ روانه ساتلې ده۔ دا جرمونه اوس لبنان ته هم غځیدلي دي.ده ووئيل اسرائيلي حكومت په 26 اكتوبر په ايران بريد كولو سره د خپل يرغل او جارحانه نوعيت لا څرګندونه كړې۔ د اسرائيلي حكومت په مقابله كښې ??سلامي جمهوريه ايران تاؤ تريخوالے زياتول نه غواړي ، بياهم د ملګرو ملت??نو د چارټر آرټیکل 51 له مخې د جائزې دفاع خپل حق محفوظ لري او مونږ به ضرور په مناسب وخت د اسرائيلي يرغل ځواب وركوؤ۔ ایرانی خارجه وزير د ايران په ضد د صېهوني حكومت د يرغل غندنې كولو سره په دې اړه د پاكستاني حكومت او اولس مضبوط دريځ وستائېلو۔ ده ووئيل پاكستانو چارواكو او په خاص توګه د پاكستان وزيراعظم يو مضبوط او ښكاره دريځ خپل كړے په كوم چې مونږ د زړه له كومي مننه كوؤ۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس هم د تېر يو كال په مهال د غزہ اولس او فلسطيني كاز لپاره ښكاره ملاتړ څرګند كړے۔ ده ووئيل د بده مرغه نړيواله ورورولي د اسرائيلي حكومت د نسل كشۍ او جارحانه كارروائيو څخه منع كولو كښې ناكامه راغلې چې له امله يۍ سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا د خطرو سره مخ شوې ۔ ده ووئيل دواړو اړخ??نو د اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سياسي ٬ علمي ٬ كلتوري او د سېلګرۍ فعاليت??نو په شمول په ټولو څانګو كښې ??وه اړخيزه مرسته مضبوطولو له د خپل عزم پخلے كړے۔ دواړو خارجه وزيرانو د ترهګرۍ رجحان دواړو هېواد??نو او ګردې منطقې لپاره ګډه خطر ګرځولو سره دا په نړيواله كچه ټولې نړيوالې ورورلۍ لپاره يوه ټولشموله خطره وګرځوله۔ دواړو د دې رجحان مخنيوي او مقابلې له د خپل عزم پخلے وكړو۔دغسې د خارجه وزير سید عباس عراقچی نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د ايران سركاري دورې كولو او په تهران كښې كېدونكي د ای سی او وزارتی غونډه كښې ?? ګډون كولو بلنه هم وركړه۔
د پاكستان او ايران په منځني ختيز كښې د اسرائيل پوځي يرغل او د بې ګناه وګړو د نسل كشۍ اقدامات غندنه ٬ د اسرائيل غير قانوني اقدامات په منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي اسباب دي ٬ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ايراني خارجه وزير سره په ګډه خبري كنفرنس
Green Chili Pepper Credibility Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II