اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ټېکس په غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ککړ شوګر ملز مالکانو په ضد د سختې قانوني کاروايۍ هدايت كولو سره وئيلي دي چې د چينو په نرخونو کښې زياتوالے به په هيڅ صورت زغملے نه شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ??يډ??ا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اېف بي آر ٬ اېف آئي اے او آئي بي ته د چينو په خرڅولو كښې د ټېكس غلا ٬ بې سنده خرڅولو او په نرخونو كښې د زياتوالي مخنيوي لپاره په ګډه د كارروا??ۍ كولو هدايت كړے دے او په دې اړه نوټيفكېشن جاري كړے شوے دے۔ وزيراعظم اېف بي آر، آئي بي او اېف آئي اے ته هدايت کړے دے چې په شوګر سېكټر كښې دې د سېلز ټېكس غلا مخنيوې باوري كړې شي۔ د ګني کرشنګ سيزن پ??ل كېدونكے دے ٬ شوګر ملونو او ډيلرانو څخه دې د جي اېس ټي 100 في صد وصولي هم باوري كړې شي۔ د بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت په شوګر ملونو كښې د كېمرو لګولو پرېكړه شوې ده چې ورسره به د چينو د ذخيره كولو مخنيوي وشي او په نرخونو كښې به تواز?? پاتے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې ټېكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر ملز مالكانو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ وزیراعظم د شوګر سټه مافيا په ضد هم د سختې كارروا??ۍ كولو هدايات جاري كړې دي٬ دغسې وزيراعظم د سټیل، سګرېټ، سیمنټ او مشروباتو په شمول په نورو څانګو كښې هم د دې ډول اقداماتو كولو هدايت كړے دے
د وزيراعظم په ټيكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر ملز مالكانو په ضد د سختې قانوني كارروايۍ كولو هدايت
ट्रेजर ट्री ईमानदार सट्टेबाजी प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن