اسلام آباد 25دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح 148مې زېږيدنې ورځ په موقع هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي چې نن م??نږ د قام بابا ته قام لپاره د خذماتو په ترسره كولو سلام كوو۔قائداعظم محمد علي جناح د يو سياسي جدوجهد د لارې تاريخ بدل كړې٬ د قائداعظم محمد علي جناح د وژن٬عزم او استقلال په سبب د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د يو آزاد هېواد جوړول ممكن شوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د قائداعظم محمد علي جناح 148مې زېږېدنې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل زم??نږ تاريخ په يو نازك دور كښې د قائداعظم محمد علي جناح قيادت د هغه د غېر معمولي صلاحيتونو ثبوت دے۔قائداعظم محمد علي جناح د يو وكيل او آل انډيا مسلم ليګ لارښود په توګه د مسلمانان?? د ??قونو بشپړه وكالت كړې۔هغه د پاكستان مقدمه په ښه ډول او ضاحت سره وړاندې كړې۔هغه د يو داسې جلا هېواد په حاجت زور راوړې چرته چې مسلمانان په آزادۍ سره په خپل مذهب عمل وكړي ا?? د ??پل كلتور او سياسي او ??عاشي حقونو تحفظ وكړي۔ده ووئيل په 11 اګست 1947 د پاكستان دستور ساز اسمبلۍ ته د هغه تاريخي خطاب نن هم زم??نږ لپاره د لارې مشال دے۔په خپل تقرير كښې هغه د يو داسې پاكستان تصور وړاندې كړې چرته چې د قانون حكمراني وي٬د اقليتون?? د ??قونو تحفظ كولې شي او ??ول وګړي يو برابر وي۔صدر مملكت ووئيل م??نږ په بېلو څانګو كښې په زړه پورې پرمختګ كړې خو د يو څوكاله او ??ه انصاف اډانه قوم جوړېدو مزل اوس هم روان دے٬م??نږ له به د ځوانانو په تعليم سرمايه كاري كول وي او د پاكستان روښانه سباؤن لپاره به هغوي له علم او ??نر وركول وي٬م??نږ له د ټولنې كمزورې طبقو ښه والي لپاره هم كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نن كله چې م??نږ د قائداعظم د زېږېدنې ورځې لمانځو نو راځۍ چې م??نږ د قائداعظم نظريات په خپل ذاتي او اجتماعي ژوند كښې د شاملولو عهد پخلې وكړؤ۔د هغه ښودلې شوې”اتحاد٬يقين٬محكم او تنظيم”اصول د لارې مشال جوړ كړؤ??را??ۍ چې د يو داسے پاكستان د جوړولو عزم پخلے وكړو كوم چې په حقيقي معنو كښې د قائداعظم د وژن عكاسي كوي۔
د قائداعظم د وژن٬عزم او استقلال په سبب د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره يو آزاد هيواد جوړيدل ممكن شوو: د صدر مملكت آصف علي زرداري د قائداعظم د زيږدنې ورځ په موقع پيغام
एस्मे इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट लिंक
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس