اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پي ډي اېم د سياسي خود غرضۍ يو بل مثال دا دے چې دوي هر احتجاج ته د خپلې جنډې سره رسي، نن چې حكومت كومو كشالو او ستونزو سره مخ دے، د دې ذمه وار مسلم ليګ ﴿ن﴾ او پيپلز پارټي ده ، دې دواړو ګوندونو د هېواد وسيلې په بې دردۍ سره لوټلي او خپلې خپلې اثاثې ئې جوړې كړي، د هېواد د مفاد بيانيې ترويج لپاره د نورو څانګو غوندې د مېډيا كردار هم مهم دے، حكومت په ګرانې قابو موندلو لپاره په بېړنې توګه اقدامات كوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د بره دير پرېس كلب د نوو ټاكلو شوو مشرانو د سوګند پورته كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل د بره دير د پرېس كلب د مشرانو مننه كوم چې دوي اسلام آباد ته راغلل، د بره دير پرېس كلب د اسلام آباد نېشنل پرېس كلب سره رابطه ښه خبره ده. ده د بره دير پرېس كلب مشرانو ته باور وركړو چې هغه به ډېر زر د بره دير د پرېس كلب دوره وكړي. ده ووئيل خبريالان ځائي او سيمه ايزې ستونزې رامخې ته كولو سره سره د هېواد د مفاد بيانيې ترويج لپاره مهم كردار ترسره كوي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كابينې په زياتره غونډو كښې د سركاري ملازمانو ذكر كوي. وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت كړے چې د سركاري ملازمانو د تنخاګانو مسئله په سمدستي توګه حل كړئ او په دې لړ كښې د لوړې پاې د كابينې كمېټي هم جوړه كړې شوې چې پكښې وفاقي وزيران پروېز خټك، شېخ رشيد او عبدالحفيظ شېخ شامل دي. دا كمېټي ملازمانو سره خبرې كوي، احتجاج كوونكي به مطمئن شي. وفاقي وزير ووئيل د پي ډي اېم د سياسي خود غرضۍ يو بل مثال دا دے چې دوي هر احتجاج ته د خپلې جنډې وړلو سره رسي، نن چې حكومت كومو كشالو او ستونزو سره مخ دے، د دې ذمه وار مسلم ليګ ﴿ن﴾ او پيپلز پارتي ده، دې دواړو ګوندونو د هېواد وسيلې په بې دردۍ سره لوټلي او خپلې خپلې اثاثې ئې جوړې كړي
وزيراعظم عمران خان د سركاري ملازمانو د تنخاګانو مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو امر كړے، كابينه كمېټي ملازمانو سره خبرې كوي، احتجاج كوونكي به مطمئن شي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن