پېنډۍ ۔26مارچ (اے پي پي)د پاک پوځ د اولسي اړيكو څاڼكې (آئي ایس پي آر ) وئېلي دي پاکستان كښې د هرهه ګرۍ اوسنۍ پیښې په خاص توګه ګو??در?? تربت او بشام كښې د هېواد د داخلي سلامتیا ماحول غیر مستحکم کولو لپاره په ناپاکه اراده وحشیانه بريدونه دي ، ځېنې غیر ملکي عناصر د خپلو مفاداتو تکمیل لپاره پاکستان كښې د ترهه ګرۍ ملاتړ او معاونت كښې ككړ دي ، دا عناصر د ترهه ګرۍ د سرپرستانو په توګه مسلسل ب?? نقابه كېږي ۔ د آئي ایس پی آر نه ??ار?? ب??ان ترمخه وړومبي دوه بريدونه وسله وال پوځ په کامیاب ډول ناکامه كړي وو خو بشام كښې اوسنۍ پیښه كښې د 5 چینيانو پشمول 6 بې ګناه وګړي په حق ورسېدل ۔ ټول ھېواد د خپلو چینیانو ورنړو سره د يووالي اظهار کوي او د دې بزدلانه بريد غندنه كوي ۔ ب??ان كښې وئېلې شوي د پاکستان معاشي ترقۍ او د اولس ګټې له د مهمې تګلارې منصوبې او حساس مقامات هدف ګرځولې شي ٬ دغسې جې زمونږ په ترقۍ كښې خنډ راپیدا کړے شي او د پاکستان او اتحادیانو او شراکت دارو، په خاص توګه د چین سره اختلاف راپیدا کړے شي۔ ب??ان كښې وئېلي شوي د بې ګناه وګړو ، غیر ملکیانو او وسله وال پوځ په خلاف داسې وحشیانه د تشدد کارروائۍ د پاکستاني اولس ، امنيتي ځواكونو او زمونږ د شراکت دارو عزم د ترهه ګرۍ لعنت د جرړې څخه ويستلو نه شي ايسارولې ۔د ترهه ګرۍ خلاف د اول صف ریاست به حېث پاکستان يواځنے هېواد دے كوم چې په كلك عزم د ترهه ګر تنظیمو نيغ په نيغه مقابله كوي۔ ب??ان كښې وئېلي شوي د مضبوط قام او زمونږ د اتحادي چین په غیر مشروط مرسته به مونږ یقیني كوو چې د ترهه ګرۍ نيغ په نيغه یا بالواسطه ملاتړ کوونكې ټول خلق جواب وركوونكې وګرځولې شي او ??یف?? کردار ته ورسولې شي ، مونږ به په ګډه په ستونزو او بدۍ غالب كېږو ۔انشاء اللہ
ځېنې غیر ملکي عناصر د خپلو مفاداتو لپاره پاکستان كښې د ترهه ګرۍ ملاتړ او په معاونت كولو كښې ككړ دي ، آئي ایس پي آر
Thailand River Wonders Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر