اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې د آذربائيجان خارجه وزير جيهون بيراموف د پاكستان دورې دواړو ډلو ته د دوه ا??خيزه ا??يكو د صورتحال بشپړ جاج اخستو سره سره په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونې موقع وركړې۔ د جعمې په ورځ د جاري پرېس بريفنګ په مهال دې ووئيل د آذربائيجان د خارجه وزير دورې په مهال دوه ا??خيزه ستراتېژك اړيكې لا قوي كولو او د تجارت، سرمايه کارۍ، توان، سل??متيا ٬ دفاع، تعليم، کلائميټ ايکشن او د سيمه ايزو رابطو پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې دائره كار ??را??ه كولو له د عزم پخلے شوے۔ وياندې ووئيل چې په خبرو اترو كښې د پارلماني تبادلو زياتولو٬ كلتوري مرستې قوي كولو او د اولس پشمول زده كوونكو٬ تعليمي ادارو او كاروباري شخصياتو ترمېنځه تبادلو ته په وده وركولو هم موافقت شوے۔ وياندې ووئيل چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د آذربائيجان خارجه وزير بيراموف په ګڼ اړخيزه فورمونو او د جموں وكشمير وضعې په شمول په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د آذربائيجان خارجه وزير جيهون بيراموف د پاکستان دورې په مهال په اسلام آباد كښې لنډمهاله صدر يوسف رضا ګېلاني او وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاقات او نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره يۍ تفصيلي خبرې اترې كړي دي
د آذربائيجان د خارجه وزير د پاكستان دوره٬دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او شريكه مرسته پراخه كولو له د عزم پخلے۔ د خارجه دفتر ويانده
Lucky God Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino