اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاکستان او بېلاروس ترمينځه تجارت زياتول ضروري دي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د كركيلې مشينرۍ او آټو موبائل په څانګه كښې همك??رۍ ته به پراختيا و??كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ځائي هوټل كښې د بېلاروس د توان وزير سره په ګډه د بزنس فورم مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ وفاقي وزير په خپل خطاب كښې ووئيل د پاکستان-بېلاروس بزنس فورم په مهال به 8 مفاهمتي يادښتونه او لوظنامې لاس ليك كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې د بېلاروس ټرېکټرز د پائید??رۍ او مضبوطيا علامت ګڼلې شي او دلته په ځايې ماركيټونو كښې د دې طلب زيات دے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارت كښې زياتوالي لپاره د 2025-27 په تګلاره صلاح يوه شوې ٬ دواړه هېوادونه به همك??رۍ لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل پاكستان او بېلا روس د سيمه ايز تجارت او شنګھائي مرستې تنظيم كښې همكاران هم دي٬ پاكستان بېلاروس سره د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او شريكو منصوبو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ جام کمال ووئيل په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه ك??رۍ لپاره د توان، كركيلې ٬آئي ټي اونورې څانګې ??را??ستې دي۔ ده ووئيل د پاکستان او بېلاروس دوه اړخيزه تجارت كښې به تنوع رامخې ته كول وي۔ پاکستان څخه د غوښې ، ډېری، د كركيلې مصنوعات او کاغذی څيزونو تلل زياتېدې شي۔ د تجارت وزير ووئيل بېلاروس سره تجارتي ستونزې كمولو او ماركيټ ته رسېدل آسانولو ته اړتيا ده او په دې وفاقي حكومت كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې د تجارتي او ټرانزټ حب جوړولو عزم لرو ولې چې پاكستان د نړۍ 6 م لويې تجارتي ماركيټ دے
د پاكستان او بيلاروس ترمينځه تجارت زياتولو ته رتيا ده ٬ وفاقي وزير جام كمال خان
कैलोंग इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات