اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې د سي پېك د جے سي سي 10مه غونډه به د جمعې په ورځ د جولائي په 16مه نېټه كال 2021م كښې كېږي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې د جوائنټ كوآپرېشن كمېټې ﴿جے سي سي﴾ غونډه به د وېډيو لنك د لارې كېږي. د غونډې مشري به د منصوبه بندې، پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر او د اېن ډي آر سي وائس چيئرمېن ننګ ژي په شريكه كوي. ده ووئيل چې د جے سي سي د سي پېك په اړه د پرېكړو يو اعلٰی فورم دے چې پكښې د سي پېك د روانو پروژو د پرمختګ جاج سره سره د سباٶڼ د پروژو په لړ كښې پرېكړې هم كولې شي.
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج