اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان افريقائي هېوادونو سره اړيكو ته لا ودې وركولو له خوښي لري٬په كاروباري څانګو كښې د پلاويو تبادلو د لارې د تجارت او سرمايه كارۍ موقعې لټولې كېدې شي۔د جمعې په ورځ د جاري پرېس رېليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په آذربائيجان كښې د غېر جانبدار تحريك پارليماني نېټ ورك كنفرنس په موقع د بېلو هېوادونو استازو او پارليماني مشرانو سره د ملاقاتونو په مهال كړې۔ده د افريقې هېوادونو سرمايه كارو ته خپلو پاكستانو هم څنګو سره په ګډه د سرمايه كارۍ موقعو په لټولو زور راوړو ۔په آذربائيجان كښې د سېنیټ چيئرمېن سره په ملاقات كوونكو كښې د الجيريا سپيكر ابراهيم بوغالي٬د ګيمبيا ډپټي سپيكر سيډي اينجي او د لېبيا ډپټي سپيكر فوزي سليم شامل وو۔د سېنېټ چيئرمېن د دې نوعيت كنفرنسونو اهميت رامخې ته كړو۔ده ووئيل د امن او پرمختګ لپاره په پارليمانونو لويې ذمه وارۍ پراتې دي ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ له به پارليماني سفارتكاري كارولو سره سيمه ايز امن او د همغږۍ ودې او پرمختګ كښې خنډان پېدا كوونكو مسئلو حل لپاره اجتماعي هڅې لا تندول وي۔ده ووئيل پاكستان تل د امن او منطقې پرمختګ پلوي پاتې شوے۔د سېنېټ چيئرمېن د پارليماني مرستې په اهميت زور راوړولو سره ووئېل پارليماني فرينډ شپ ګروپ د شريكې ګټې لپاره افهام او تفهيم او همغږۍ راپېدا كولو كښې مرسته كولې شي۔د افريقې هېوادونو پارليماني مشرانو د سېنیټ چيئرمېن خبره ستائېلو سره وئېلي دي پاكستان زمونږ لپاره او د منطقې يو مهم هېواد دے۔هغوي د اداره جاتي مرستې په ضرورت زور راوړو ۔دغسې پارليماني لارښودو د غېر جانبدار تحريك پارليماني نېټ ورك كنفرنس په مهال د سېنېټ چيئرمېن لخوا وړاندې كړے پاكستان دريځ هم وستائېلو
پاكستان افريقائي هېوادونو سره د اړيكو لا ودې له خوښي لري۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په آذربائيجان كښې د غېر جانبدار تحريك پارليماني نېټ ورك كنفرنس په موقع د بېلو هېوادونو استازو او پارليماني مشرانو سره په ملاقاتونو كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل