اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) نړيوال مالياتي فنډ وئيلي دي په پاكستان كښې د افراط زر شرح كښې د كمي پيشنګوئي ده ٬ مالياتي استحكام او د توان په اړه اصلاحات عمل لپاره به پاكستان سره رابطې روانې ساتؤ۔ د نړيوال مالياتي استحكام رپورټ 2024 اجراﺀ په موقع د پرېس بريفنګ په مهال د آئی اېم اېف کمیونیکېشن ډیپارټمنټ مشر میرا لوئس ووئيل په پاكستان كښې په افراط زر قابو موندلو له د تېرو دوو درېو كلونو څخه زري پالېسي سخته ساتلې شوې۔ په پاكستان كښې د افراط زر شرح كښې د كمي پيشنګوئي ده بياهم په دې اړه لا كار كولو ته اړتيا ده۔ د طلب په لړ كښې كه مالياتي استحكام دوامداره ساتل ضروري دي نو د رسد په حقله د توان او رياستي ملكيتي ادارو كښې د اصلاحات عمل روان ساتل هم مهم دي٬ د آئي اېم اېف عمله به په دې چارو پاكستان سره رابطه روانه ساتي۔ د آئی اېم اېف مالیاتی سلاحكار او ډائرېكټر مانیټری اېنډ کېپټل مارکیټ ډیپارټمنټ توبیاس اېډریان ووئيل پاكستان دا مهال د نړيوال مالياتي فنډ په پروګرام كښې شامل دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د مالياتي څانګې په شمول د كلي وال معيشت په بابله چېلنجونه موجود دي۔ ده ووئيل د اېډجسټمنټ اقداماتو نتيجو په رامخې ته كېدو كښې وخت څه لګي
پاكستان كښې د افراط زر شرح كښې د كمي پيشنګوئي ده ٬ مالياتي استحكام او د توان په اړه د اصلاحات عمل لپاره به پاكستان سره رابطې روانې ساتؤ٬ آئي ايم ايف
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد