اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د ګل په ورځ جي اېچ كېو پېنډۍ كښې ليدلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوہ د چين وګړو سره رامخې ته شوې د داسو بس پېښې په تناظر كښې ، د چین حکومت او اولس او په خاص توګه د غمژنو كورنيو سره د خواخوږۍ او افسوس څرګندونه كړې۔ د پوځ سرلښكر ووئيل چې پاك پوځ د آزمائيلي شوي دوست چين سره د ورورولۍ اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ هغه په پاکستان كښې د كار كوٶنكو چينائي وګړو د بشپړه مرستې او امنيت هم باور وركوٶ۔ ده ووئيل كله چې مونږ امن لپاره كار كوٶ نو مونږ له به دې عزم سره د ھغه دښمن ناوړه عزائم ناكامه كولو لپاره هم مستحكم پاتې كېدل وي كوم چې په خاص توګه د پاكستان چين ستراتېژك مرستې لپاره خطر دي ۔ دواړو مشرانو په منطقه كښې امن او استحكام لپاره په ګډه د هلو ځلو په جاري ساتلو اتفاق هم وكړو۔
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره د چين سفير نونګ رونګ وليدل٬
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر