د پاكستان او سوئټزرلينډ ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول د شريكې مرستې زياتولو پراخه امكانات موجود دي۔ د سېنېټر محمد اسحاق ډار د سوئس سفير سره خبرې اترې


اسلام آباد 09 مئی(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنټر اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان سوئټزرلينډ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ٬كلائميټ٬سېلګرۍ او مائيګرېشن كښې د مرستې زياتولو پراخه امكانات موجود دي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سوئټزرلينډ سفير جارج سټينر سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔سېنېټر محمد اسحاق ډار په پاكستان كښې د كاروبار كوونكو سوئس كمپنو ستائنه وكړه او نورو سوئس كمپنو ته پاكستان كښې په خاص توګه د تجديد وړ توان او آئي ټي په څانګو كښې د سرمايه كارۍ ئې بلنه وركړه ۔اسحاق ډار د دواړو هېوادونو ترمينځه د تېر كال ډيزاسټر منيجمنټ په مفاهمت د يادښت (اېم او يو)حواله وركولو سره هيله څرګنده كړه چې دا به د ډلو ترمينځه نورې مرستې ته هم وده وركړي كومې څخه به چې سباؤن كښې د قدرتي آفتونو مخ نيوي لپاره ټېكنالوجۍ او مهارت كارولې شي۔په ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال او ګڼ اړخيزه چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ۔د يادونې وړ ده د سوئټزر لينډ خارجه وزير تېر كال جولائي كښې د پاكستان دوره كړې وه او د دواړو هېوادونو ترمينځه سږ كال جنورۍ كښې دوه اړخيزه سياسي مشاورت شوے و۔