اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د رمضان المبارك مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه (سبا) د ګل په ورځ په پېښور كښې د منتظم او??اف په دفتر كښې د مولانا سید محمد عبدالخبیر آزاد په مشرۍ كښې كيږي۔ په غونډه كښې به د مركزي او زونل رويت هلال كمېټيو معزز غړي ګډون كوي په كومو كښې چې د مذهبي چارو وزارت ډي جي سید مشاهد حسین خالد، د خلائی او بالائی ماحولیات ریسرچ کمېشن غلام مرتضیٰ٬ ډ??کټر عبد الرشید او نور شامل دي۔ د پاكستان د موسمياتو محكمې څخه به سردار سرفراز او د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت څخه به زین العابدین هم به غونډه كښې ګډون كوي۔ د مركزي رويت هلال كمېټۍ په معزز غړو كښې یاسین ظفر، علامه ډاکټر محمد حسین اکبر، مفتی فیصل احمد، قاری عبدالرؤف مدنی، مفتی علی اصغر عطاری، مفتی یوسف کشمیری، مفتی ضمیر احمد ساجد، پیر سید شاهد علی،مولانا عبدالمال?? بروهی، مولانا اشرف علی، مفتی قاری مهر اللہ، صاحبزادہ سید حبیب اللہ چشتی او مولانا اسد زکریا قاسمی شامل دے۔ د زونل کمېتۍ په استازو كښې مولانا احسان الحق، مولانا مفتی فضل اللہ، مولانا محمد علی شاہ، مولانا سید عبدالبصیر رستمی، علامه عابد حسین شاکری او د مفتی عتیق ال??ہ قادری نور معزز علماﺀ كرام شامل دي۔ مولانا سید محمد عبدالخبیر آزاد په دې خبره زور راوړے دے چې د رمضان المبارک 1445 هج??ی مياشت ليدلو پرېكړه كولو له د ګرد هېواد زونل كمېټيو غونډې به په اړوند هېډ کوارټرز لاهور، کراچۍ، کوئټه او اسلام آباد كښې كيږي۔ ده د پاكستان ټولو وګړو ته مياشت ليدلو له د اهتمام كولو اپيل كړے دے او هيله يۍ ښكاره كړې ده چې په ګرد هېواد كښې به په يوه ورځ روژه نيولې شي۔ ده د مياشتې په اړه رابطه كولو له خصوصي لمبرې هم وړاندې كړې په كومو كښې چې د چیئرمین (0321-9410041 / 0333-9100619)، ډی جی مذهبی امور (0300-6831822)، او د آفس اېډمنسټرېټر او??اف پېښور (091-9330427) لمبر شامل دے۔
د رمضان المبارك مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كميټۍ غونډه د ګل په ورځ كيږي
Destiny of the Sun and Moon Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں