اسلام آباد29 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان به د فلسطيني اولس آزادۍ او د خود اراديت حق لپاره د جائزو هلو ځلو مرسته روانه ساتي٬نړيواله ورورولي دې په فلسطين كښې د اسرا??يل ظلمونو په سمدستي توګه مخ نيوي ??پاره پرېكنده كاروائي وكړي٬په غزه كښې سمدستي ا?? غېر مشروط جنګ بند كړے شي۔د فلسطيني اولس سره د يوالي نړيوالې ورځ په موقع وزيراعظم خپل پیغام كښې ووئېل فلسطيني اولس سره د نړيوالې ورځې په موقع زه د فلسطين شخړې منصفانه حل او د فلسطيني اولس د خود اراديت حق ترلاسه كولو لپاره د پاكستان اولس او حكومت د مرستې پخلے كوم۔وزيراعظم وو??يل د 7 اكتوبر 2023 نه پس په غزه او مغربي پوله كښې د اسرا??يل يرغل په لړ كښې دا كال د فلسطين د تاريخ تور كال پاتې شو٬د تاريخ ناوړه ظلمونو سره اسرا??يل تراوسه 43 زره معصوم فلسطينيان سړي او مېرمنې او ماشومان وژلې دي۔وزيراعظم وو??يل فلسطينے اولس د اسرا??يل بريدونه ٬منظم نسل كشي او د تشدد كمپائن په بهادرۍ سره برداشت كوي٬په فلسطين د اسرا??يل يرغل د بشري حقونو او نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ده وو??يل د اسرا??يل لخوا د نړيوالو بشري حقونو قوانين خلاف ورزۍ له امله په غزه كښې د نړيوالې ورورولۍ ??خوا د بشري مرستې هڅې ځپلې شوي ??ومو څخه چې د محصور آبادۍ ستونزې لا زياتې شوي ۔وزيراعظم وو??يل پاكستان د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې هغوي ??ه فلسطين كښې د اسرا??يل ظلمونه په سمدستي توګه مخ نيوي ??پاره د پريكړې وړ كاروائي وكړي۔ده وو??يل په وګړو٬روغتونونو٬سكولونو او په انفراسټركچر د بريدونو مخ نيوې دې وشي٬فلسطينيانو لپاره د لېږلې شوې مرستې په قافلو بريدونه د برداشت وړ نه دي۔وزيراعظم وو??يل پاكستان په غزه كښې د سمدستي ا?? غېر مشروط جنګ بندۍ غوښتنه كوي۔ وزيراعظم وو??يل مونږ به د فلسطيني اولس آزادۍ او حق خود اراديت لپاره د جائزو هلو ځلو مرسته جاري ساتو د كو?? اظهار چې دانصاف نړيوال عدالت (آئي سي جے)هم خپله مشاورتي رائے كښې هم كړے۔وزيراعظم وو??يل پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او جنرل اسمبلۍ اړوندو قراردادونو له مخې د فلسطين مسئلې منصفانه او اوږد ممهاله حل غواړي چې پكښې د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست د قيام غوښتنه شوې كوم چې د كال 1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل وي او د هغې دارالحكومت القدس شريف وي۔وزيراعظم وو??يل زه يو ځل بيا د پاكستاني اولس لخوا د فلسطيني اولس سره د خپل بشپړ يو والي پخلے كوم
پاكستان به د فلسطينيانو آزادۍ او د خود اراديت حق لپاره د جائزو هلو ځلو په عزم سره مرسته روانه ساتي ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د فلسطينيانو سره د يو والي ورځ په موقع پیغام
पूर्वोत्तर इलेक्ट्रॉनिक्स ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز