اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف وئيلي دي 70 مياشتې پس افراط زر يو وارې بيا تر ټول ټيټې كچې ته راغلي ٬ په راتلونكو ورځو كښې به د دې مثبتې اثرات رامخې ته شي٬ د اېف بي آر د محصولات ه??ف سر كولو سره به بهتري راشي٬ د پوځ د مكمل ګرفت له امله افغانستان ته د چينو قاچاق بېخي ختم شوے چې ورسره 50 كروړه څخه د زياتو ډالرو چيني برآمد كړې شوه او د هېواد په كچه د دې بيعې هم ټيټې شوې۔ ده د ګل په ورځ د كابينې غونډې په موقع خبرې كولې۔ وزیراعظم د كابينې غونډه كښې په ګډون كولو د غړو مننه كولو سره ووئيل تر ټولو وړاندې زه يو ښه خبر دركوم چې 70 مياشتې پس افراط زر د نومبر په مياشت كښې تر ټولو زي??تې ټيټې كچې ته راغلي ٬ په كال 2018ء كښې د نواز شريف په دور كښې افراط زر 3.5 فیصد ؤ اوس په دې مياشت كښې 4.9 فیصد ته رسېدلي ۔ دا د پاك پروردګار ډېر احسان دے ٬ كه مونږ يۍ ډېر هم شكر وكړؤ هغه لږ دے۔ ده ووئيل 70 مياشتې پس يو ريكارډ كمے رامخې ته شوے۔ دې سره به د بې وزلو ن هبار لا كم شي۔ وزيراعظم ووئيل ه??له ده چې د افراط زر كمي سره به د سټېټ بېنك راروانه غونډه كښې پالېسي رېټ لا كم شي٬ بياهم پرېكړه سټېټ بېنك له كول دي۔ ده ووئيل په تېرو ورځو كښې پرلت له امله په هېواد كښې ګډوډي رامخې ته شوه ۔ په اسلام آباد كښې املاكو ته زيان ورسولے شو او د ېنجرز اهلكار شهيدان شول۔ ګڼ شمېر نور خلق هم ژوبل شول۔ ده ووئيل اېف بي آر كه د محصولات ه??ف سر كړي نو لا ښه والے به راشي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د چينيو د برآمد كولو اجازه وركړه نو دې سره د 500 ملین ډالر زرمبادله ترلاسه شوه او د هېواد په كچه د چينو بيعې ټيټې شوې۔ د پاك پوځ اقدامات سره افغانستان ته د چينو قاچاق ختم شو۔ نن هېواد كښې زيات چيني موجود دي۔ دغسې اېف بي آر له به هم ګامونه پورته كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف او د هغه د ډلې په ھڅو اروپا لپاره د پي آئي اے پروازونه بحال شوي۔ د دې پروازونو بند پ??تې كېدو سره د قام د اربونو روپو زيان وشو۔ ده ووئيل د يو وزير د پي آئي اے د پائلټس د جعلي ډګريو بيان په وركولو دې زيان سره مخ شوې وو۔ د پی آئی اے د نجكارۍ ?? نشتوالي يو سبب د دې روټس بندېدل ه?? و۔ ده ووئيل معاشي استحكام سره سره اوس ګروتھ هم ترلاسه كول دي۔ ده ووئيل اقتصادي هدفونه به سر كوؤ۔
د 70 مياشتې پس افراط زر يو وارې بيا تر ټول ټيټې كچې ته راغلي٬ په راتلونكو ورځو كښې به د دې مثبت اثرات رامخې ته شي٬ د ايف بي آر د محصولات هدف سر كولو سره به لا ښه والې راشي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د كابينې غونډې په موقع خبرې
Virginia electronic entertainment reliable website
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria