اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ س??يكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د اتلسم سپيكرانو كنفرنس د هېواد د ټولو صوبائي اسمبليو متفقه اعلاميه جاري كړه٬ 23 نكاتي پرېكړو سره سره شريكه اعلاميه كښې قان??ن ساز ادارو د پارليماني اقدارو د ودې٬ قان??ن سازۍ كښې سپېځلتيا ٬ د آئين او ??ارليمان سرلوړۍ او د موسمي بدلون مخ نيوي لپاره د پارليماني ادارو قوي كولو پخلے وكړو۔ د سپيكرانو كنفرنس د ترهه ګرۍ جعلي خبرونو او ??ه سوشل مېډيا د منفي رجحاناتو په ضد د ??وټ??ي اقداماتو په كولو٬ د مقبوضه كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په حل كولو او د مېرنو او ??اشومانو مسئلو له د ??وټ??ي پارليماني فورمز په جوړولو موافقت وكړو۔ په اعلاميه كښې پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز له د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان معاونت لپاره د پراختيا وركولو او د سپيكرانو كنفرنس تسلسل باوري كولو له راروانه غونډه په 2025 كښې په مظفر٬آباد ګښې د كولو پريكړه وشوه۔ دوه ورځنې كنفرنس په اسلام آباد كښې د قامي اسمبلۍ س??يكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشو۔ په كنفرنس كښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه٬د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ٬د آزاد كشمير اسمبلۍ س??يكر چوهدري مجيد اكبر٬د بلوچستان اسمبلۍ س??يكر كېپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي٬د ګلګت بلتستان اسمبلۍ س??يكر نذير احمد٬د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ س??يكر بابر خان سواتي٬د پنجاب اسمبلۍ س??يكر ملك محمد احمد خان او د سندھ اسمبلۍ س??يكر سيد اويس قادر شاه ګډون وكړو۔د ټولو سپيكرانو د اړخه په متفقه توګه منظور كړې شوې شريكه اعلاميه كښې وئېلې شوي چې د پاكستان اولس جمهوريت ترلاسه كولو او د يو وفاقي اسلامي پارليماني او عصري پرمختګ خوښي فلاحي رياست جوړولو لپاره هڅې وكړې چرته چې د وګړو حقونه محفوظ وي او د صوبو په وفاق كښې برابره برخه وي۔ دا فورم د دې خبرې څرګندونه كوي چې د آئين او ??رارداد مقصد له مخې يو پارليماني نظام كښې رياستي اختيارات يوازې د اولس ټاكل شوې نمائندګانو د لارې وكارولې شي۔ دا هم سفارش كوي چې د صوبائي حكومتونو قواعد او ضوابط دې د آئيني اصولو سره برابر كړې شي دغسې چې د انتظاميې د اسمبليو په وړاندې ځواب وركول ٬ په اړوند وزارتونو د پارليمان آئيني ګرفت او د مېنډېټ احترام باوري كړې شي۔ په پارليماني ادارو د اولس باور بحالولو له د قان??ن سازۍ په عمل كښې احتساب او شفافيت ته وده وركولو ته اړتيا ده۔فورم په سياسي مېدان كښې د جذباتيت رجحان له امله د هېواد په سياست كښې د سپكاوي ټكو په كارولو ٬ جعلي خبرونو او ??ه سوشل مېډيا تورونو لګولو سره د تصادم او د انتقام په سياست د تشويش څرګندونه كوي۔ دې سره د رايو د اختلاف احترام ختمېږي او ??ارليماني اقدار مجروح كېږي۔فورم د كشميرې مسئلې د ملګرو ملتنو د سلامتي كونسل د قراردادوو له مخې د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دغسې سپيكرز كنفرنس د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړو چې هغه ??ې په غزه كښې جنګ بندۍ سره په اړوندو خپلو لوظونو عملدرآمد كول او د سلامتي كونسل د قرارداد (2024) 2735 له مخې د اسرائيلي قابض ځواكونو فوري وتل ٬ د نړيوالو قوانينو په خلاف ورزۍ كولو د اسرائيل ځواب وركوؤنكے ګرځول او ??لسطيني وګړو ته له كوم ځنډ او خنډ پرته د خېر ښېګړې مرسته رسول باوري كړي۔اعلاميه كښې وئېلې شوي چې سيمه ايز او ??ړيوال امن٬سيمه ايزې مرستې او افهام او تفهيم كښې پیشرفت لپاره پارليماني سفارتكاري اهميت لري۔فورم د قومي اسمبلۍ د اړخه په اسلام آباد كښې د سپيكرانو كنفرنس د كوربتوب اقدام هركلي كولو سره عزم وكړو چې د پاكستان د آئين به حفاظت كولې شي٬شكونه به د خبرو اترو د لارې لرې كولې شي او د رياستي او غېر رياستي عناصرو د اړخه د دې وقار مجروح كولو او د كومې هم خلاف ورزۍ به مقابله كولې شي۔په اعلاميه كښې په شويو پرېكړو كښې وئيلي شوي چې د پارليمان سرلوړۍ٬د بنيادي حقونقو تحفظ او د جمهوري اقدارو د دفاع عهد كوو۔ فورم پرېكړه وكړه چې درې مياشتې پس به غونډه كېږي دغسې چې د سپيكرانو كنفرنس د فورم باقاعدګۍ سره جاج اخستلې شي۔د پاكستان قان??ن ساز ادارو سپيكرانو او ??ريزائنډنګ افسرانو په باضابطه توګه د خپل جمهوري اقدارو٬آئيني اصولو او د پاكستاني اولس هيلې په ځاې ساتلو له د شريك عزم څرګندونه وكړه او د دې اعلاميې د لارې يې د پارليماني ادارو قوي كولو او د خپل هېواد ښه خذمت لپاه مرستې٬ جدت او شموليت ته د ودې وركولو عهد كولو سره يۍ موافقت او احترام سره 20 دسمبر 2024 منظور كړو۔
د اتلسم سپيكرانو كنفرنس اعلاميه٬ د قانون ساز ادارو د پارليماني اقدارو ودې٬ قانون سازۍ كښې سپېځلتيا ٬د آئين او پارليمان سرلوړۍ ٬ د موسمي بدلونونو مخ نيوي لپاره د پارليماني ادارو قوي كولو پخلے
सीएमडी खेल अखंडता मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات