اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) بلوچستان سره تعلق لرونكو زده كوونكو وئيلي دي چې دوي خپل شوق او جذبې سره خپل تعليم ترلاسه كوي او د هېواد نوم روښانه كولو لپاره په ټولو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو لپاره ئې هڅې روانې ساتلې دي، په قائداعظم پوهنتون، اسلامي پوهنتون، ګورنمنټ كالج پوهنتون لاهور او نورو تعليمي ادارو كښې د بلوچستان زده كوونكو د ترهګرې د اوسنيو پېښو په تناظر كښې د بلوچ زده كوونكو د زورول كېدو په اړه په غېر ملكي مېډيا رامخې ته شوي تورونه رد كړي دي. په قائداعظم پوهنتون كښې يو بلوچ زده كوونكي حبيب كريم ووئيل چې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد په بېلا بېلو پوهنتونونو كښې د درې زرو نه زيات زده كوونكي تعليم ترلاسه كوي خو په دوي كښې د يو هم داسې دعوی نه ده راغلې چې ګني هغه قانون نافذ كوونكو ادارو زورولې وي. بل خوا د قائداعظم پوهنتون چارواكو هم وئيلي دي چې د كم پرمختلليو سيمو زده كوونكو ته په پوهنتون كښې د داخلې يو ډول موقعې وركړې شوې دي. د اسلامي پوهنتون اسلام آباد وياند وئيلي دي چې بلوچستان سره تعلق لرونكو زده كوونكو ته محفوظ ماحول وركړې شوې او دوي سره د هېواد د نورو برخو د زده كوونكو پشان سلوك شوے، د پوهنتون انتظاميه دوي ته غوره اسانيې وركوي. د سركاري ذريعو له مخې د بلوچستان زده كوونكو ته بېلا بېلو پوهنتونونه د بلوچستان پېكج له مخې سكالرشپس وركوي. د ذريعو له مخې حكومت بلوچستان لپاره ډېر زر د 400 اربه روپو د يو بل پرمختيائي پېكج اعلان كوونكې دے. د آئي ټي په څانګه كښې 6372 كسان تربيه كړې شوي دي، ځوانانو لپاره د فري لانسنګ او ټېكنالوجې په اړه په ملازمتونو د 35000 تربيې پشمول يو پروګرام پېل كولې شي. د بلوچستان حكومت يو چارواكي ووئيل چې صوبائي او وفاقي حكومتونه په مېرټ بې روزګار ځوانانو ته زيات ملازمتونه وركولو لپاره عملي اقدامات كوي. د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو د اوسني حكومت د لوظ له مخې په بېلا بېلو محكمو كښې په 5210 خالي چوكو د بهرتې منظوري وركړې ده. حكومت د تعليم نه علاوه په بلوچستان كښې ګن شمېر پرمختيائي پروژې هم پېل كړې دي. په ټولو پروژو كښې 161 د ګورننس سټركچر په اړه دي چې پكښې به 59 د روان مالي كال په مهال ترسره شي. په صوبه كښې د كيچي كېنال پشمول نورې يو شمېر پروژې د ترسره كېدو په پړاٶ كښې دي.
په قائداعظم پوهنتون، اسلامي پوهنتون، ګورنمنټ كالج پوهنتون لاهور او نورو تعليمي ادارو كښې د بلوچستان زده كوونكو د زورول كېدو په اړه د غېر ملكي مېډيا تورونه رد كړل
مضمون کا ماخذ : loteria estadual