اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پی پی)د توان لنډ مهاله وفاقي وزير محمد علي وئېلي دي په ټول هېواد كښې د تيلو او ګاز درك لګولو له هلې ځلې ګړندۍ كولو سره حكومت د تېل او ګاز ضرورتونه په فعاله توګه ترسره كولو له په زړه پورې تګلاره وضعه كوي او په دې څانګه كښې به د سرمايه كارۍ كوونكو ډاډګيرنه كولې شي۔ په ابوظهبي كښې د اے ډي آئي پي اي سي كنفرنس په موقع امارات نيوز ايجنسي(ډبليو اے اېم)سره په يوه مركه كښې ده ووئيل مونږ د شيل (سلیټی) ګاز او ټائیټ ګاز په اړه پالېسي وضعه كوؤ۔ محمد علی په ډی کاربنائزېشن او الېکټرائزېشن زور راوړلو سره ووئيل دا د پاكستان د توان پالېسۍ مهمې برخې دي۔ ده ووئيل په دې اقدامات كښې د توان تحفظ ٬ د برېښنا رسولو هڅې او د برېښنا پېداوار لپاره د قدرتی ګاز رسنه شامله ده دغسې چې آلاتو او ګاډو ته برېښنا وركړے شي۔ نګران وفاقي وزير د توان څانګې لپاره د درېو مهمو ترجيحاتو خاكه وړاندې كړه په كومو كښې چې اولنۍ ترجيح غوره شمېره ٬ د ادائيګو په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كول او پالېسيو ته بيا كتلو سره د درك او لټون په چېلنجونو قابو موندل دي٬ دويمه ترجيح د قدرتي ګاز رسولو مقدار زياتول دي او درېمه ترجيح د برېښنا څانګې ته بشپړه پام ګرځول دي۔ د توان وفاقي وزير ووئيل پاكستان د تجديد وړ توان منصوبو ته وده وركول ٬ د توان كاركردګي ښه كولو او په جیواشم ایندھن انحصار كمولو له كار كوي۔ ده ووئيل په منځني ختيز كښې د توان په څانګه كښې عصري ټېكنالوجي او پوهان موجود دي د كومو مهارټ څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔ ده ووئيل اے ډی آئی پی ای سی د نړيوال توان صنعت او حكومتونو ترمينځه د همكارۍ يو پلېټ فارم دے٬ په دې دستوره كښې پوهان او سرمايه كار د توان په څانګه كښې په عصري رجحاناتو او چېلنجونو د خيالاتو څرګندونې له راجمع كړې شوي دي
د تيلو او ګاز ضرورتونه په فعاله توګه ترسره كولو له حكومت تګلاره وضعه كوي٬ د توان لنډ مهاله وفاقي وزير محمد علي
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری