ملتان۔17دسمبر(اے پی پی) د برطانيې هائي کمېشن په ملتان کرکټ سټيډيم کښې د پاکستان او انګلينډ ترمينځه د دويم ټېسټ مېچ په مهال په غوره سکيورټي انتظاماتو كولو د ملتان پوليس ته د ستاينې ليک استولے دے۔ د آر پي او ملتان معين مسعود په نامه د برطانوي هائي كمېشن لخوا په ليكي شوي خط كښې وئيلې شوي دي چې د پاك انګلېنډ دويم كركټ ټېسټ مېچ په مهال د ملتان پوليس لخوا غوره امنيتي انتظامات كړې شوي وو۔ ملتان پوليس دواړه لوبډلې ٬ آفيشلز او د برټش هائي كمېشن عمله هوټل څخه ګراؤنډ او نورو ځايونو ته فول پروف امنيت كښې ورسوله۔ خط كښې وئيلي شوي چې آر پی او ملتان٬ پخواني سي پي او ملتان خرم شهزا او اېس اېس پي حساب بن اقبال او د ملتان پوليس نورو چارواكو او اهلكارو په غوره ډول خپله وظيفه ترسره كړه ٬ په دې مونږ د دوئي مننه كوؤ۔
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے