لاهور/اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف د ګوند قائد محمد نوازشريف له د زيږدني په ورځ مباركي وركولو سره وئيلي چې په نن ورځ زما پشمول ټول وګړي د هغه لپاره دعاګاني او نيكي هيلي وړاندې كوي، زه د محمد نوازشريف د كشر ورور او د هغه د كاركن په په حيث فخر محسوسوم۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل مشر ورور او خپل قائد محمد نوازشريف ته د زيږدني په ورځ مباركي وركوم۔ده ووئيل په دې فخر لرم چې زه د محمد نوازشريف كشر ورور او د هغه كاركم يم۔ د محمد نوازشريف ژوند د پاكستان سره د ميني او خيرخواهۍ څخه عبارت دې۔هغه يو نرم زړه او احساس لرونكې او نوري ډيري خوبۍ لري۔ وزيراعظم ووئيل محمد نوازشريف عمر له د پاكستان دفاع او معاشي پرمختګ ، اولسې ښېګړې او په نړيواله كچه عزت او وقار زياتولو له كار كړې دې۔ نوازشريف د ټولو لوظونو وفا كړې،د هغه سياسي جمهوري او اولسي هلو ځلو ته سلام كوم۔ وزيراعظم دعا وكړه چې لوے څښتن دې د هغه عمر پراخه كړي او عمر له دې زمونږ په سرونو قائم ولري۔ آمين
وزيراعظم شهبازشريف د ګوند قائد محمد نوازشريف له د زيږدني په ورځ مباركي
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔