اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د کورونا وائرس دريمه چپه كښې تر تشويش ناك حد اضافه روانه ده ٬ سوداګر دې په مارکيټونو او بازارونو كښې په کورونا ايس او پيز په سختۍ سره عمل درآمد باوري كړي دغسې چې د كورنا خپريدو مخنيوے وكړے شي۔ده ووئيل په کورونا قابو موندلو له د سوداګرو مرستي ته اړتيا ده۔ده ووئيل کورونا کيسونو كښې د كمي په صورت حکومت هم په کاروبار لګولې شوو بنديزونو كښې په نرمي کولو غور كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) صدر سردار ياسر الياس خان سره يو آن لائن ميټنګ كښې وكړه۔ آئي سي سي آئي سينئر نائب صدر فاطمه عظيم هم په موقع موجود وه۔ د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) صدر سردار ياسر الياس خان په دې موقع ماښام 6 بجې د کاروبار بندولو سره په کاروباري هلو ځلو پريوتي اثرات څخه اسد عمر خبر كړو او هغه ته ئې خواست وكړو چې د حکومت اېس او پيز سره په روژه كښې کاروباري وخت سهار لس بجو نه تر پيشمني وخت كولو دې غور وكړي۔ ده د سوداګرو او اولس څخه هم غوښټنه وكړه چې هېواد كښې بيا د كوم هم لاك ډاؤن څخه بچ كيدو لپاره به په کورونا اېس او پيز سختۍ سره عمل درآمد باوري كول وي كه داسې ونه شوه او كورونا كيسونه زيات شول نو حکومت به په لاك ډاؤن مجبور شي چې ورسره به كاروبار ته زيان ورسي۔ده ووئېل ګڼ كسان به بې روزګاره شي ، ګراني به زياته شي او د اولس ستونزي به لا زياتي شي۔ده ووئيل كورونا وباء قابو موندلو يواځنۍ لاره په اېس او پيز په سختۍ سره عمل کول دي ځكه چې دا مهال د دې وائرس د مخنيوي بله كومه لاره نشته۔ده په دې خبره زور راوړو چې بزنس کميونټۍ پشمول ټول پاکستانے قام دې په دې سخت وخت كښې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او په اېس او پيز عمل کولو سره دې په وباﺀ د قابو موندلو هڅه وكړي۔ سردار ياسر الياس خان ووئيل د تير لاك ډاؤن په وجه زمونږ معيشت ته د دوه نيم کھربه روپو زيان رسېدلے دغسې 30 لکهه كسان بې روزګاره شوي چې۔ ده ووئيل د کورونا په وجه 1968 نه پس تير كال په وړومبي ځل زمونږ د معيشت شرح نمو منفي وه لهذا معيشت او کاروبار د نور زيان څخه بچ كولو لپاره ښه تګلاره هم دغه ده چې په خپل ژوند كښې په اېس او پيز عمل درآمد باوري كړو
مارکيټونو او بازارونو كښې به په اېس او پيز په سختۍ سره عمل درآمد کولې شي، اسد عمر
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔