اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمن وئيلي دي په هېواد كښې د موجوده ګرمۍ له امله د ګلېشيئرز ويلي كېدو په سبب د رامخې شوي سېلاب مخنيوي لپاره زما په مشرۍ كښې قامي ټاسك فورس جوړ كړے شوے ٬ د موجوده هيټ ويو نه د اولس خبرولو ته اړتيا ده٬ غذائي او د اوبو پانګو ذخيرو كښې كمے د د تشويش وړ دے، هيټ ويو به د جون ترمياشتې دوام لري ٬اولس دې احتياط وكړي، سږ كال پشكال كښې د سېلاب خطر دے ځكه چې پاكستان كښې هر كال په ښاريو كښې د باران له امله سېلاب راځي او په روان موسم كښې دا خطر د وړاندې نه زيات شوے كوم لپاره چې هر ډول اقدامات شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز ستي او اېډيشنل سېكرټري جودت اياز سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزيرې ووئيل غېر متوقع هيټ ويو د چا په خيال خاطر كښې نه ٶ، په شمال كښې د ګرمۍ چپې له امله ګليشيرز ويلي كېږي ٬ وزيراعظم شهباز شريف د هيټ ويو پحقله د ټاسك فورس جوړولو امر كړے د كوم چې به زه مشري كومه او د دې وړومبۍ غونډه به د ګل په ورځ ماښام كېږي چې پكښې به د ټولو صوبو چيف سېكتران٬ اړوندې ادارې او د صوبو نمائندګان شامل وي۔ دې ووئيل د ماحوليات نظام سائنس سره تعلق لري٬ د دې اثرات نه ځان ساتنه په بټن پرېس كولو نشي كېدې، ملګرو ملتونو پاكستان د وچ كالۍ ځپليو په 23 هېوادونو فهرست كښې شامل كړے، دغسې د ماحولياتي بدلون څخه ځپليو هېوادونو كښې پاكستان په لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ وفاقي وزيرې ووئيل د آباسين اوبه هېواد لپاره د ساه رګ دے، د هيټ ويو په اوبو هم اثر پرېوځي،پاکستان په كال 2025 كښې د اوبو تناسب سره سخت متاثره كېدے شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل ګلوبل وارمنګ يوه نړيواله مسئله ده٬ بايد د ماحولياتي بدلون مسئله د ورځې په بنياد څارنه وشي٬ دې ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې د بلېن ټري سونامي په اړه پوښتنې رامخې ته كېږي،دې ووئېل په پنجاب او سندھ كښې يو زرهيټ ويو سينټرز جوړ كړے شوي ٬ د ګرمۍ چپې په نمر كار كوٶنكو مضر اثرات مرتب كېدے شي۔ دې ووئيل د موسميات څانګې وئيلي دي چې د ګرمۍ دا لړۍ به په هېواد كښې دوامداره وي او په دې لړ كښې صوبو ته اېډوائرزي جاري شوې٬ دې ووئېل د هيټ ويو پحقله شعور بېدارولو ته اړتيا ده ٬ مونږ له به خپله ناسته پاسته بدلول وي، د پسرلي موسم نه غېر سږ كال پاكستان كښې اوړے راغلے ،د پسرلي موسم دلته ختم شوے۔ شېرې رحان ووئيل د کلائميټ کونسل ترننه يوه غونډه نه ده شوې٬ دې ووئيل مونږ له د برېښنا استعمال كمول دي٬ د سكرو او فرنس آئل استعمال به كمولو وي٬ د نورو پرمختللو هېوادونو د ګرين هاٶس اخراج له امله پاکستان د ماحولياتي بدلون اثرات زغمي٬ ګلګت بلتستان مو خبر كړے چې څه وخت هم تالاونه شلېدے شي، پاکستان تېر كال تر ټولو زيات آلوده هېواد ٶ چې پكښې لاهور سرفهرست ٶ۔ دې ووئيل غذآئي او د آوبو پانګو كمے د تشويش خبره ده٬ د پاكستان 90 فيصده اوبه په زراعت كښې استعمالېږي٬ دې ووئېل د سوچ خبره ده چې د پاكستان دريابونه ولې وچېږي، حکومت ته ډېر زر درخواست كوٶنكے دے چې د پلاسټك استعمال ختم كړي۔ په دې موقع د اېم ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز ستي او اېډيشنل سېكرټري جودت اياز هم وېنا وكړه
د موجوده هيټ ويو نه اولس خبرولو ته اړتيا ده٬ غذائ او د اوبو پانګو كمے د تشويش وړ دے۔ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمن د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا