د معیشت بيلې اشاریے د مثبت رجحاناتو عكاسی كوي،هيواد كښې اقتصادی استحكام رامخې ته كېږي، مجموعی قومی پیداوار مخ په زياتيدو دے ۔ د خزاني وزارت مياشتنيز اقتصادی اپ ډیټ


اسلام آباد 29 مئی (اے پي پي) د خزانې وزارت وئيلي دي چې د روان مالی كال په مهال د معیشت بېلې اشاریے د مثبت رجحاناتو عكاسی كوي ، هېواد كښې اقتصادی استحكام رامخې ته كېږي، مجموعی قامی پیداوار مخ په زياتېدو دے ٬ دغسې د ګرانۍ شرح كمېږي ، د مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې د هېواد برآمدات زيات شوي٬ په درآمدات كښې كمې ریكارډ كړې شوې۔ بل پلو د حسابات جاریه كھاتو خساره كښې په كلن بنیادونو 94.8 فیصده كمې شوې۔ د خزاني وزارت د اړخه د جاری شوې مياشتنيز اقتصادی اپ ډیټ له مخې مثبت پرائمری بیلنس څخه د حكومت د اړخه اقتصادی استحكام لپاره د پورته شوې اقدامات د افادیت عكاسی كېږي، د زراعت په څانګه كښې ښكاره ښه والې سره مجموعی قامی معیشت او په جی ډی پی ښه اثرات مرتب كېږي،د لويو صنعتونو پیداوار كښې هم ښه والې رامخې ته شوې، د حكومت د اړخه پورته شوې ګامونو په نتيجه كښې ټیكس او نان ټیكس محصولات كښې زياتوالې شوې دغسې د حسابات جاریه كھاتو خساره كښې هم كمې شوې، په صنعتی هلو ځلو او نيغ په نيغه بهرنۍ سرمایه كارۍ كښې تندي راغلې، راروانو مياشتو كښې به اقتصادی استحكام لپاره اقدامات وده ومومي ۔ د مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې ترسیلات زر كښې په كلن بنیادونو 3.5 فیصده نمو ریكارډ كړې شوې، د هېواد برآمدات كښې د دې مودې په مهال 10.6 فیصده اضافه شوې ، د مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې د برآمدات حجم 25.7 اربه ډالره ریكارډ شوې كوم چې تير مالی كال دې موده كښې 23.2 اربه ډالره ؤ۔ درآمدات كښې په كلن بنیادونو 5.3 فیصده كمې شوې۔ د تير مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې د پاكستان درآمدی بل 45.8 اربه ډالره ؤ كوم چې روان مالی كال كښې كميدو سره 43.4 اربه ډالره پاتې شوې۔ د حسابات جاریه كھاتو خساره كښې په كلن بنیادونو 94.8 فیصده كمې ریكارډ شوې ۔ د روان مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې د حسابات جاریه كھاتو خساره 0.2 اربه ډالره ریكارډ شوې كومه چې د تېر مالی كال دې موده كښې 3.9 ملیونه ډالره وه۔ د مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې نيغ په نيغه بهرنۍ سرمایه كارۍ كښې 8.1 فیصده اضافه ریكارډ شوې ، كومه چې جولائي نه تر اپریل 1.457 اربه ډالره ریكارډ شوې او دا د تير مالی كال دې مودې كښې 1.348 اربه ډالره وه۔ د زرمبادله پانګو كښې د روان مالی كال په مهال اضافه شوې ۔ د روان مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې د زرمبادله پانګو حجم 14.316 اربه ډالره ریكارډ شوې كوم چې تير مالی كال دې مودې كښې 9.435 اربه ډالره ؤ۔ په 24 مئی 2024 د زر مبادله حجم 278.21 روپۍ و كوم چې په 24 مئی 2023 نزدې 287.14 روپۍ ؤ۔ د خزاني وزارت له مخې د مالی كال وړومبو 9 مياشتو كښې د اېف بی آر محاصل كښې 30.6 فیصده اضافه شوې ،د مالی كال وړومبو 9مياشتو كښې د اېف بی آر محاصل حجم 7.362 ټریلیونه روپۍ ریكارډ شوې كوم چې د تير مالی كال دې مودې كښې 5.638 ټریلیونه روپۍ ؤ۔ نان ټیكس ریونیو كښې 94.8 فیصده اضافه شوې ۔ د تېر مالی كال وړومبو 9 مياشتو كښې د نان ټیكس ریونیو حجم 1.241 ټریلیونه روپۍ ریكارډ شوې ؤ كوم چې د روان مالی كال وړومبو 9 مياشتو كښې 2.417 ټریلیونه روپۍ ؤ ۔ د سركاری څانګې كلن پرمختيائي پروګرام ترمخه د مالی كال وړومبو 10 مياشتو كښې بيل پرمختيائي منصوبو لپاره 322 اربه روپۍ فنډز جاری شوې كوم چې د تير مالی كال دې مودې په مهال د 329 اربه روپۍ په مقابله كښې 2.2 فیصده كم دې۔ د مالی خسارے حجم 3.902 ټریلیونه روپۍ ریكارډ شوې كوم چې د تير مالی كال د دې مودې 3.079 ټریلیونه روپۍ مقابله كښې 26.8 فیصده زیات دې ۔ پرائمری بیلنس 1615.4 اربه روپۍ ریكارډ شوې كوم چې د تير مالی كال دې مودې كښې 503.8 اربه روپۍ ؤ۔ د مالی كال وړومبو 9 مياشتو كښې زرعی څانګې ته 1.635 ټریلیونه روپۍ قرضې جاری شوې كومې چې د تير مالی كال دې مودې 1.221 ټریلیونه روپو مقابله كښې 33.8 فیصده زیاتې دي ۔ تر 3 مئی نجی څانګې له 77 اربه روپۍ قرضه جاری شوه۔ د تير مالی كال دې مودې كښې نجی څانګې له 127.6 اربه روپۍ قرضه جاری شوې وه ۔ زر وسیع (ایم ټو) كښې تر 3 مئی 7.1 فیصده شرح سره اضافه شوې۔ په اپریل كښې صارفین لپاره د بيعو اشاریه 17.3 فیصده وه كومه چې تير كال اپریل كښې 36.4 فیصده وه۔ د مالی كال وړومبو 9 مياشتو كښې پاكستان سټاك ایكسچینج كښې 73.1 فیصده شرحې سره نمو ریكارډ كړې شوې ۔ په 24 مئی 2024 ماركیټ كییپټلائزیشن حجم 36.84 اربه ډالره ریكارډ شوې كوم چې په 3 جولائی 2023 نزدې 23.39 اربه ډالره ؤ۔ په 24 مئی 2024 پاكستان سټاك ایكسچینج كښې د نوې كمپنیو رجسټریشن حجم 22 زره 924 ریكارډ شوې كوم چې د تېر مالی كال دې موده كښې 27 زره 752 ؤ۔

متعلقہ مضامین