اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان روسيه سره په بېلو څانګو په خاص توګه د انرجي، تجا??ت او سرمايه کارۍ په برخه کښې دوه اړخيزه همکارۍ زياتولو ته لېواله دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د روسيې فېډرېشن سفير البرټ پي خوريف وليدل۔ وزيراعظم شهباز شريف تېره اونۍ د ماسکو نه بهر په كروكس سټي هال د بريد په ن??يجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور خفګان څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د غم په دې وخت كښې روسيې سره ولاړ دے۔ وزيراعظم د وزارت عظمی منصب په سنبالولو د مباركۍ په پېغام رالېږلو د روسيې د صدر ولاديمير پيوټن مننه وكړه۔ ددواړو هيوادونو ترمينځ د تاريخي ملګرتيا اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل پاکستان په بېلا بېلو څانګو په ځانګړې توګه د انرجۍ، تجا??ت اؤ سرمايه کارۍ په برخو کښې روسيې سره د دوه اړخيزه همکاريو پراختيا غواړي۔ ده د بین الحکومتي کمیسیون د نهمې غونډې د زر تر زره رابللو په اړتیا ټینګار وکړو ?? كومې كوربتوب به چې روسيه كوي۔ وزيراعظم په روسیې فريق زور راوړو چې هغه دې خپلو همڅنګو سره خبرو اترو لپاره يو پلاوې پاكستان ته راولېږي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي او همكارۍ اړيكو د موجوده كچې زياتولو له تګ??ارې په ګوته كړې شي۔ ده صدر پيوټن ته زر تر زره د پاكستان د دورې بلنه وركړه۔ سفير وزيراعظم ته باور وركړو چې روسيه پاكستان سره مضبوطې اړيكې په ځايې كول غواړي۔ده ووئيل د توان ٬ تجا??ت او سرمايه كارۍ په شمول روسيه د زده كړو او كلتور په په برخه کښې هم همکارۍ زياتول غواړي۔
پاکستان روسيه سره په بيلو څانګو په خاص توګه د انرجي، تجارت او سرمايه کارۍ په برخه کښې دوه اړخيزه همکاري زياتولو ته ليواله دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د روسيې سفير سره خبرې
Gem Savior Sword Official Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا