اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاكټر مختار احمد بھرتھ د ټول هېواد په هوائي ميدانونو د اېم پاکس څخه بچ كيدو په اړه د چمتو پاتې كيدو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي اولس د وباګانو څخه ساتلو لپاره ټول ضروري اقدامات باوري كوو، د وباګانو كومي پولې نه وي،د هېواد په داخلي لارو د سکریننګ ن??ام دې لا قوي كړے شي۔ د زيارت په ورځ د روغتيا وزارت د اړخه جاري بيان له مخې ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل د روغتيا نړيوالې ادارې اېم پاکس نړيواله ایمرجنسي ګرځولې ۔دې نه پس د بارډر هیلتھ سروسز پاکستانې ادارې هائي الرټ كړې شوي۔ده ووئيل د ټول هېواد په دا??لی لارو د سکریننګ ن??ام لا قوي كړے كېږي۔په ټولو هوائي ميدانونو د سکریننګ ن??ام هم باوري كړے كېږي۔ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل د انټر نېشنل هيلتھ ریګولېشن په سفارشات عمل درآمد باوري كوو۔اولس د وباګانو څخه محفوظ ساتلو له ټول ضروری اقدامات كوو??د روغتيا وزارت او بارډر هیلتھ سروسز عمله هر ډول ناڅاپي آفت مخنيوي لپاره چمتو ده ??د روغتيا وزارت د صورتحال مانیټرنګ باوري كوي۔ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل قامي او صوبائي لیبارټریز د اېم پاکس وائرس تصدیق لپاره په ښه ډول چمتو دي۔ د وباګانو كومه پوله نه وي۔د وفاق روغتونونو ته د وړاندې څخه د اقدامات کولو سپارښتنه شوې۔ده ووئيل سږ كال تر ??وس?? د افریقې هېوادونو كښې شكي د اېم پاکس 17,000 څخه زيات کیسونه رپورټ شوي چې پكښې 517 كسان مړه شوي دي۔
د اېم پاکس ناروغتيا نړيواله ایمرجنسي ده ، د ټول هېواد په داخلی لارو د سکریننګ نظام دې لا قوي كړے شي ۔ ډاكټر مختار احمد بھرتھ
फॉर्च्यून रैट एंटरटेनमेंट विश्वसनीय लिंक
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ