اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن( پي آئي اے) خاص پرواز پي كے -8136 په سوريه كښې ګير شوي 169 پاكستاني زائرين د حلب هوائي مېدان څخه هېواد ته بېرته راروان كړي دي۔ د پي آئي اے وياند لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د هوابازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په خاص هدايت پي آئي اے په سوريه كښې ګير شوي پاكستانيانو لپاره د خاص پرواز بندوبست كړے كوم چې د ګل په ورځ سهار سوريې ته روان شوے و۔ وياند ووئيل چې دا پرواز د 169 مسافرو لپاره بېرته راوستلو لپاره روان شوے و۔ په سوريه كښې د پاكستان سفير او د پي آئي اے چيف ايګزېكټو افسر د زائرينو بېرته راتللو لپاره نزدې رابطه كښې پاتې شوې او پاكستاني سفارتخانې په دمشق كښې د بمبارۍ نه پس زائرين حلب ته د منتقل كولو بندوبست وكړو د دې نه پس پي آئي اے دا مسافر خپل هېواد ته بېرته رارسوي
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania