رياض 26 جنوري (اے پي پي) سعودي عربستان او تھائي لېنډ د درېو لسيزو راهېسې ځنډولې شويو اړيكو يو وارې بيا د بحالولو اعلان كړې دې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د دواړو هېوادونو لخوا د جاري شوي مشتركه بيان په اړه ووئيل دا تاريخَي قدم د شريك باور او د دوستۍ د اړيكو بحالۍ لپاره په بېلا بېل كچو د اوږدې مودې د روانو هلو ځلو نتيجه ده او دواړو هېوادونو په نزدې سباٶن كښې د خپلو سفيرانو تعينات كولو ته هم سلا شوي دي۔ د تھائي لېنډ وزيراعظم پرايوت چان دا مهال د سعودي عربستان په دوره دے او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د ملاقات نه پس دوي د سفارتي اړيكو د بشپړه بحالۍ اعلان كړې دې۔ د يادونې وړ ده چې د تهائي لېنډ يو چوكيدار کريانګ کرائي ټيچامونګ په كال 1989 كښې د سعودي شهزاده د كور نه د 20 ملين ډالر ماليت قېمتي جواهراتو غلا كړي وو۔ دغې نه وروستو د “بليو ډائمنډ افېئر” په نامه د دواړو هېوادونو ترمېنځه تنازعه پېل شوې وه چې په سبب ئې تر دريو لسيزو د دواړو هېوادونو اړيكې ځنډولې شوې وې
سعودي عربستان او تھائي لېنډ دوه اړخيزه سفارتي اړيكې بحال كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج