اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي ماحولياتي بدلون او د ګلوبل وارمنګ خراب اثرات مخنيوي لپاره د ځنګلونو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ماحولياتي خيرنوالے كمولو لپاره او د سيلۍ معيار ښه كولو له به شهري سيمو كښې اونۍ نالولې شي، د مياواکي غوندې شجرکاري به وګړو له ښه چاپيرچل وركولو له مرستياله وګرځي۔ده د نهي په ورځ د مياواکي فارسټ په اړه د بريفنګ غونډي مشري كوله۔په غونډه كښې د سندھ اينګرو کول مائننګ کمپنۍ سينئر نائب صدر سيد ظهير مهدي د مياواکي فارسټ لګولو په تګلاره او د هغي د ګټې پھ اړھ بريفنګ وركړو۔ده ووئيل د دې تګلارې ترمخه به د اونو زياتولو عامي تګلارې په نسبت لا لس فيصده تندي راشي۔ده ووئيل سندھ اينګرو کول مائننګ کمپني ايوانِ صدر كښې 4000 اوني نالوي۔په دې موقع صدر ووئيل د ماحولياتي بدلون او د ګلوبل وارمنګ خراب اثرات مخنيوي لپاره ځنګلو زياتولو ته اړټيا ده، ماحولياتي آلودګي كمولو لپاره او د سيلۍ معيار ښه كولو له به اوني نالول وي۔ده ووئيل د مياواکي په تکنيك لګولې شوې اوني د عامو اونو څخه 10 فيصده ګڼي دي، حکومت هېواد كښې د ځنګلو ودي لپاره ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې د 10 اربه اونو لګولو لپاره شجرکاري روانه ده۔ صدر ووئيل د تيزې نمو په وجه مياواکي ځنګل د پاکستان لپاره زيات ښه دے، د شجرکارۍ جديد تکنيك به وګړو له ښه چاپيرچل وركولو له مرستياله وګړځي۔دغسې صدر د سندھ اينګرو کول مائننګ کمپنۍ د اړخه ايوانِ صدر كښې د 4000 اونو نالولو د پريكړې هركلے وكړو۔
د صدر ډاګټر عارف علوي په مشرۍ كښې د مياواکي فارسټ په اړه بريفنګ غونډه، ماحولياتي خيرنوالے كمولو او د سيلۍ معيار ښه كولو له شهري سيمو كښې به اوني نالولې شي،ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری