اسلام آباد 25جنوری (اے پی پی) د مذهبی چارو وفاقی وزیر مفتی عبدالشكور وئيلي دي په سويډن كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ پېښه د سختې غندنې وړ ده٬ قرآن زمونږ بنياد دے او د دې بې حرمتي هېڅ مسلمان زغملې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې د مذهبي چارو وزير پروفېسر ډاكټر علي ارباش په بلنه د اسلامي هېوادونو د ديني چارو د وزيرانو ويډيولنك كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې کنفرنس کښې د مالیزیا، سوډان، جیبوتي، ایران او فلسطین په ګډون د اسلامي هېوادونو د مذهبي چارو وزیرانو ګډون وکړو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشکور ووئيل له دې وړاندې هم په کاناډا، نيوزي لېنډ او نورو هېوادونو کښې دا ډول پېښې رامخې ته شوې وې او د دې د لاسه د مسلمانانو اندېښمن كېدل فطري امر دے۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ ذمه واري ده چې هغوي د دې په ضد كلك دريځ خپل كړي۔ دغسې ملګرو ملتونو او لويو هېوادونو له به هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل بايد ټول د مذهبنونو ترمينځه د همهږۍ رويه خپله كړي۔ ده ووئيل دا مهال فعاله قانون سازۍ ته اړتيا ده او بيا دې دا عملي كړې شي دغسې چې څوك بيا د دې ډول حركت كولو جرات ونه كړي۔
قرآن زمونږ بنياد دے، هيڅ مسلمان د دې بې حرمتي زغملې نه شي۔ مفتي عبد الشكور
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس