اسلام آباد ۔ 23 جنوری (اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښودو وئېلي دي چې د نېب لخوا د شريف كورنۍ په ضد دائر كړې شوې ضمني ريفرنس هېڅ قانوني حېثيت نه لري٬ په ضمني ريفرنس كښې كومه نوې اثاثه او تور خو لرې خبره ده كوم شواهد هم نه دې ترلاسه شوې٬سترې محكمې نېب ته د 6 مياشتو موده و??كړ?? وه د كومې په ترسره كېدو كښې چې لا يوه نيمه مياشت پاتې ده۔د ن??ب چيئرمېن او مانيټ??ي جج ضمني ريفرنسز جمع كېدو څخه وړاندې مېډيا ته رسېدلې۔ د واجد ضياﺀ په ضد دې هم د خپل عزيز د 40 زره پاؤنډو پلټنو په اړه ريفرنس راوړلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه مسلم ليګي لارښود او وفاقي وزير دانيال عزيز او د پارلماني چارو دوهم وزير محسن نواز رانجها د پي آئي ډي مېډيا سنټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير دانيال عزيز ووئيل د پانامه كيس په لړ كښې نېب د ضمني ريفرنس په اړه دا تاثر وركوي چې په دې كښې نوې شواهد دي۔د حېرانتيا خبره دا ده چې د ضمني ريفرنس كوم تفصيلات د عدالت د لارې فريقين ته رسېدلي وو هغه د دې نه وړاندې مېډيا ته لېږل شوي۔ده ووئيل نېب پخپله اعتراف كړې چې كوم نوې څيز په ضمني ريفرنس كښې شامل نه دې۔ د پارلماني چارو دوهم وزير شاه نواز رانجها ووئيل د دې نه به زيات سياسي انجينئرنګ بل څه وي چې كله د نېب ډله پلټنو له بهر هېواد ته ځي نو د دوي دعوت شېخ رشيد احمد كوي۔د ن??ب چيئرمېن د دې معاملې نوټس ولې اخستلې نه دې۔ ده ووئيل د سياسي ريفرنس٬ضمني ريفرنسز د لارې يو خاص سوچ نواز شريف مائينس كول غواړي ولې دوي به كامياب نه شي??د يوې پوښتنې پھ ځواب وفاقي وزير ووئيل نېب د ايګزېكټيو ماتحت نه دې۔اپوزيشن سره پھ ګډه څه موده وړاندې د نېب د عهديدارانو ټاكنه شوې وه۔هيله مو ولرله چې چيئرمېن او د نېب عهديداران به په سم لوري روان وي ولې داسې په نظر نه راځي
د نېب لخوا د شريف كورنۍ په ضد دائر كړې شوې ضمني ريفرنس هېڅ قانوني حېثيت نه لري
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب