پنډۍ ۔ 15 نومبر (اے پی پی) د پاک پوځ مشر جنرال راحيل شريف په عارضي توګه د كډه كوؤنكو (آئی ډی پیز) په عزت سره د بېرته تګ او بحالېدو له پورته كړې شوي ګامونه د اطمينان وړ ګرځولو سره وئيلي دي د ضرب عضب عملياتو د لارې د فاټا په رنګ سيمو كښې د ترهه ګرو نیټ ورك ختم كړے شوے۔ حكومت او پوځ به قبائلي اولس سره كړې ټولې وعدې پالي۔ خپلو راروانو نسلونو ته به محفوظ او سوكاله پاكستان وركوؤ۔ ده د نهې په ورځ د قطبي او سوئيلي وزيرستان دورې په مهال قبائلي مشرانو او د سيمې اولس ته خطاب كولو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د پوځ سرلښكر د آئي ډي پيز عزت سره بېرته تلو په لړ كښې د اړوند ادارو او كسانو ستائنه وكړه۔ ده هدايت وكړو چی د ټولو آئي ډي پيز تر 31 دسمبر خپلو ځايونو ته تګ دې باوري كړې شي۔ د پوځ سرلښكر د 84 کلومیټر اوږد بنوں میران شاہ غلام خان روډ هم پرانسته وكړه۔ دې روډ سره به افغانستان لپاره تجارتي لاره بنوں څخه تر غلام خان چوكۍ د 6 ساعتونو نه كمېدو سره لس دقيقې كم دوه ساعته شي۔ د دې سړك جوړېدو سره به منځنۍ آسيا لپاره تر 705 کلومیټر سېنټرل ټرېډ کورېډور رسېدل بشپړ شي۔ د پوځ سرلښكر د سټېټ آف دی آرټ یونس خان سپورټس سټېډیم پرانسته هم وكړه۔ قبائلي جرګې ته خطاب كښې ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو د لارې د فاټا په ډول سيمې څخه د ترهه ګرو خاتمه شوې۔ ۔ ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد عملياتو كښې مو ډېر كاميابۍ ترلاسه كړې دي او خپلې خاورې څخه د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمه زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ سرلښكر ووئيل سوكالۍ ٬ سماجي او اقتصادي بدلون لپاره د لارو پرانستلو له چې قبائيلي اولس سره كوم لوظونه شوې ٶ حكومت او پاك پوځ به ټول لوظونه ترسره كوي ۔جنرال راحیل شریف خپلو ځوانانو ته باور وركړو چې مونږ به خپلو نسلونو له يو محفوظ او سوكاله پاكستان وركوٶ۔ ځائي قبائيلي مشرانو سيمې څخه د ترهه ګرو خاتمه او په بيا رغونه د سرلښكر مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې د راحيل شريف كورودانې په سوئيلي وزيرستان كښې د نوې جوړ كړې شوي آرمي پبلك سكول دوره وكړه او د سكول ماشومانو سره ئې ملاقات وكړو ۔ په دې موقع خپله وېنا كښې جنرال راحیل شریف د نندارتون په كولو د سكول د فېكلټۍ ٬ زده كوٶنكو او آرمي پبلك سكول ته خپل ماشومان په رالېږلو د ځائي خلقو ستائنه وكړه ۔سرلښكر زور رواړو چې مونږ خپل نوي كول ته روښانه سباٶن وركولې شو۔د ميران شاه دورې په موقع د راحیل شریف كورودانې د مېرمنو په اجتماع كښې ګډون وكړو او د مېرمنو د قربانيو ئې ستائنه وكړه او د ھغوي ستونزې ئې واورېدې۔دې څخه وړاندې وزيرستان ته په رارسېدو د پېښور كوركمانډر لېفټېننټ جنرال هدایت الرحمان د سرلښكر هركلے وكړو۔
په عارضي توګه د كډه كوؤنكو كسانو عزت سره بېرته راتګ او بحالۍ له پورته كړې ګامونه د اطمينان وړ دي
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná