اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي اتحادي حكومت د فارن فنډنګ كيس په محفوظ شوې ??ري??ړه نه اورولو تشويش لري٬چيف الېكشن كمشنر دې په سمدستي توګه د فارن فنډنګ كيس ??ري??ړه واوروي٬دا خبره ثابته شوې چې 350 كسانو او كمپنو عمران خان ته ممنوعه فنډنګ كړے٬داسې خلق هم شته چې د چا تعلق د هند او اسرائيل څخه دے٬كه د قامي اسمبلۍ څخه 100 غړي ??ستعفي شي او دوه صوبائي اسبملۍ تحليل شي نو بيا به ټولې ټاكنې كېږي٬دا كرېډټ به مونږ ته ترلاسه كېږي چې هېواد ډيفالټ كېدو څخه مونږ ساتلے ٬د پیټرول او برېښنا په بيعو كښې د زياتوالي وجه د عمران خان لوظ نامې دي ٬كه قام عمران خان ونه پیژندو نو مونږ به نزدې سباؤن كښې لوي زيان سره مخ شو۔ده د زيارت په ورځ پي ټي وي هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي فارن فنډنګ كښې څو وارې خنډان راولاړ شوي٬ 9 رټ پيټشنز دائر كړے شوي٬په اته كاله كښې دا كيس ترسره نه كړے شو٬اوس كيس بشپړ شوے او ??ري??ړه محفوظ شوې نو الېكشن كمېشن د ??ري??ړې په اورولو كښې څه ركاوټ لري٬ ده ووئېل څه وجه ده چې محفوظ شوې ??ري??ړه نه اورولې كېږي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)او ټول حكومتي اتحاد په دې خبره تشويش لري٬مونږ دا غوښتنه كوو چې د فارن فنډنګ كيس ??ري??ړه دې واورولې شي٬ ده ووئېل دا خبره ثابت شوې چې 350 كسانو او كمپنو عمران خان ته ممنوعه فنډنګ كړے٬داسې كسان هم شته د كومو تعلق چې د هند او اسرائيل څخه دے۔ده ووئيل پي ټي آئي يو نيم كروړ ووټونه ترلاسه كړي ??پاكستان مسلم ليګ(ن) 1 كروړ 28 لكه دغسې اتحادي ګوندونو دوه نيم كروړه ليډ ترلاسه كړے٬ ده ووئېل د عمران خان د خبرو څخه ښكاري چې خپل مخالفين د پاكستان څخه بهر ويستل غواړي۔ده ووئيل نواز ??ريف به د وړومبۍ ورځې څه وئېل چې ټاكنې دې وكړی شي٬كه ټاكنو پلو ځوو نو عمران خان وائي چې چيف الېكشن كمشنر بدل كړې خو چيف الېكشن كمشنر عمران خان تعينات كړے٬كه د چيف الېكشن كمشنر په ضد كوم ثبوت وي نو اړوند فورم څخه دې رجوع وكړې شي۔ده ووئيل د حكومت څخه د قامي اسمبلۍ تحليل كولو غوښتنه كونكے عمران خان دې اول خپل صوبائي حكومتونه تحليل كړي بيا به مونږ ګورو۔د يوې پوښتنې په ضد ده ووئيل د ماډل تاؤن كيس په هره كچه ??ري??ړه شوې٬د ټرائل كورټ څخه هم ??ري??ړه شوې كه څوك معلومات غواړي ??و اړوند فورم ته دې رجوع وكړي۔ده ووئيل د عمران خان ذهني توازن ښه نه دے نو مونږ هغه له څنګه د خبرو اترو بلنه وركولې شو٬بلاول بهټو د خبرو اترو بلنه وركړې وه
اتحادي حكومت د فارن فنډنګ كيس په محفوظ كړې پريكړه نه اورولو تشويش لري٬چيف الېكشن كمشنر دې په سمدستي توګه د فارن فنډنګ كيس پريكړه واوروي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله پرېس كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : bolão quina