اسلام آباد 16 دسمبر (اے پی پی) د شريكې ګټې كونسل د راروان كال مارچ 15 نېټې څخه د سړي سر شميرې كولو ته صلاح راغلې ده په كومه ك??ې به چې د كورونو شميره او سړي سر شميره يو ځائي كولې شي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف پھ مشرۍ كښې د شريكې ګټو كونسل غونډه د جمعې پھ ورځ وزیراعظم هاؤس كښې وشوه چې پكښې دې خبرې ته صلاح راغله چې سړي سر شمېره به په دوه پړاونو كښې كولې شي ٬ هره مرحله به په ټولو صوبو كښې په يو وخت پېل كولې شي۔غونډه ك??ی دې خبرې ته هم صلاح راغله چې سړې سر شميره به د صوبائی حکومتونو كوټلو رابطو د لارې كولې شي۔ سی سی ??ئی عمل درآمدی مسئلو لپاره د شماريات سیکتر او د څلورو واړو چیف سېکترانو کمېټی جوړولو ته هم صلاح شوې۔د وزيراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د شريكې ګټې كونسل كښې د نېشنل سیکورټی فنډ پھ جوړولو هم غور وشو او دا معامله نېشنل فنانس کمېشن ته وسپارلې شوه كوم چې د پريكړې لپاره مجاز فورم دے۔ کونسل د قامی ځنګلونو پالیسۍ اصولی منظوری هم وركړه او د موسمياتي بدلون وزير ته ئې سپارښتنه وكړھ چې د صوبائی حکومتونو سره پھ ګډه كار وكړي دغسې چې دا خبره باوري شي چې صوبائی اختیاراتو نه تجاوز ونه ك??ې شي۔ د قامي ځنګلو پاليسۍ څخه به وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو ته د خپلو پاليسو فرېم ورك تر مخه او د نړيوالو لوظنامو پې??وي سره تكنيكي او مالياتي مرسته وركولې شي۔ د شريكې ګټې كونسل د پنجاب حكومت ته د خالص هائيډل ګټې وركولو توثيق وكړو او په دې خبره سلا راغله چې 38.12 اربه روپۍ تر دسمبر 2016 د پنجاب حكومت ته د يو كال “پرامېسري نوټ” به وركولې شي او نور 44.59 اربه روپۍ به د سي سي آئی/نیپرا لخوا د بيعې ټاكنې نه پس په درېو برابرو قسطونو كښې وركولې شي ۔ غونډه ك??ې وفاقي وزيرانو پیر سید صدر الدین شاہ راشدي، عبدالقادر بلوچ، سردار محمد یوسف ګډون وكړو۔ د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شریف، د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علي شاہ،د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ پروېز خټك،د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ خان زهري هم په غونډه ك??ې ګډون كولو
د راتلونكي 15م مارچ نه د سړي سر شمېرې په پېل كولو صلاح راغله
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria