اسلام آب??د 20 مئي (اے پي پي) د مذهی چارو وفاقی وزیر سینیټر طلحه محمود وئيلي دي چې د قربانۍ په لړ كښې د حج كونكو څخه اخستلې شوي 55 زره سړي سر په حساب سره حج كونكو اکاؤنټ ته بيرته لېږلې شوي،سږ كال به د پاكستان څخه يو لاكهه 75 زر?? كسان د حج فریضه ادا كوي، حج كونكو له هر ممکن آساني وركولو له هڅي كوو،وزیراعظم شهباز شریف ، د كورنيو چارو وزیر رانا ثناء الله او د سعودی سفیر نواف بن سعید المالکی روډ ټو مکه په اړه مهم کردار ترسره كړې په دې د هغوي مننه كوم ، د حج آپریشن وړژمبې پرواز د کراچۍ څخه سهار په 04:55 ٬ د اسلام آب??د څخه وړومبې پرواز د اتوار په شپه په 09:20 روانيږي، اسلام آب??د څخه به پروازونه مدیني منوري ته ځي، دويم پرواز به د کراچۍ نه پس د لاهور څخه ځي۔د خالي په ورځ يو پرېس کنفرنس ته وينا كښې سینیټر طلحه محمود ووئيل سږ كال به يو لاكهه 75 زر?? كسان د حج فریضه ادا كوي،څلور كاله پس دا لوئ حج كيدونكې دې۔تير كال پاکستان څخه 34 زر?? كسان د سرکاری سکیم ترمخه او پرائیویټ آپریټرز د لاري 45 زر?? كسانو د حج فریضه ادا کړې وه۔سږ كال د ټولي نړۍ څخه تقریبا 30 لكهه څخه زيات كسان به د حج فریضه ادا ??ړي??ده ووئيل پاكستان څخه چې كل?? كسان تتل نو په هوائي ميدان به ئې لوئ انتظار کولو اوس دا نه وايو چې انتظار به نه كوي خو په هغي كښې به ښه والې راوستلې شي دغسې چې حج كونكي د انتظار د زحمت څخه څه نه څه بچ شي ، 26 زره حجيان به د اسلام آب??د څخه مزل كوي د هغوي امیګریشن او نور ضروری کارروائی به د اسلام آب??د په هوائي ميدان بشپړولې شي چې ورسره به هغوي د انتظار زحمت څخه بچ شي،د هېواد په نورو هوائي ميدانونو اوس هم دا آسانۍ نشته۔
د قربانۍ په لړ كښې د حج كونكو څخه اخستلې شوي 55 زره سړي سر په حساب سره حج كونكو اکاؤنټ ته بيرته لېږلې شوي ۔ د مذهبي چارو وفاقی وزیر سینیټر طلحه محمود
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم