اسلام آباد 12 اپرېل (اے پی پی)د بشري حقونو وفاقي وزيرې ميا رياض حسېن پيرزاده په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ډاكټر ريناكوونكا د شورو په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې او د مرستې په چارو په خاص توګه د بشري حقونو په اړه په رامخې ته شوو چېلنجونو او جي اېس پي پلس په اړه په راتلونكي رپورټ خبرې اترې كړي۔د بشري حقونو وفاقي وزير د سفير هركلے كولو سره وئېلي دي پاكستان اروپائي ائتلاف سره ښې اړيكې لري او دا اړيكې د شريك احترام او شريكو نړيوالو ذمه وارو تر مخه قائم دي۔ډاكټر ريناكوونكا د بشري حقونو په ايجنډا په عملدرآمد كښې د پاكستان حكومت هڅې ستائېلې او وئېلې يې دي اروپائي ائتلاف به د ايجنډا په عملدرآمد كښې د پاكستان مرسته كوي۔ده ووئيل په چېلنجونو د قابو موندلو لپاره د پرله پسې هڅو ضرورت دے او اروپائي اتئلاف به په دې لړ كښې خپل ملاتړ روان ساتي۔ميا رياض حسېن پيرزاده د سفير مننه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه مرسته به لا قوي شي
د بشري حقونو وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده سره پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ډاكټر ريناكوونكا ملاقات
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک