اسلام آباد۔01جولائی(اے پی پی)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او د كلتور وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف بجټ كښې په ګڼو څانګو ټيكس نه دې لګولے ٬ځينې ټيكسونه د 45 فيصد نه 35 فيصد ته راوستلې شوي٬دې لپاره هغه زيات محنت كړے ٬سولر پينلز٬ټيكسټ بكس٬پنشرز٬سرې٬ په زرعي داروګانو٬چيريټي روغتونونو او د صحت آلات پشمول په ځينې څيزونو ټيكس نه دې لګولے شوے٬پېټروليم ليوي كښې ګنجائش ساتلے شوے٬هغه د 60 روپو په كچه برقرار ساتلے شوې٬انډسټريل رېليف پیكج له مخې انډسټري له په 38 روپۍ يو يونټ بجلي وركول لوئې تاريخي رېليف دے٬دې سره به برآمد كوونكو ته زياته مرسته ترلاسه شي٬ د لږ نه لږ اجرت كښې 15 فيصده اضافه شوې٬شهباز شريف يو همت لرونكے وزيراعظم دے٬هغه د هېواد معاشي اړخ سمول غواړي٬وزيراعظم دا وژن لري چې د آئي اېم اېف دا آخري پروګرام وي او د دې نه پس بيا مونږ آئي اېم اېف ته رجوع ونه كړو۔د ګل په ورځ پي ټي وي هېډ كوارټر كښې خبري كنفرنس ته په خپله وينا كښې د اطلاعات وزير ووئيل د آئي اېم اېف فريم ورك نه علاوه ځينې داسې اصلاحات شته كوم چې مونږ پخپله كولې شو٬په ماضي كښې چې كله شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی ؤ نو هغه د پنجاب ريونيو اتهارټي اداره جوړه كړې وه چې ورسره د پنجاب ريونيو زياته شوه ۔ده ووئيل نوې اصلاحات معرفي كولو ته حكومت پام لرنه كوي دغسې حكومت پخپله توګه ځينې اقدامات كوي٬ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په عملي توګه حكومتي خرڅونه كم كړي٬وفاقي وزير د شاهد خاقان عباسي او مفتاح اسماعيل پرېس كنفرنس په اړه ووئېل دا تاثر غلط دے٬ چې 500 اربه روپۍ پرمختيائي سكيمونو له وركړے كېږي۔ده ووئيل زمونږ پخوانو ملګرو غلطې شمېرې وړاندې كړي٬هغوي بجټ صحيح نه دې لوستے۔ده ووئيل د پي ډبليو ډي د تحليل عمل پېل شوے٬دغه اداره د كرپشن ذريعه وه۔د دې ادارې د تحليل سره به څو سوه اربه روپۍ بچت شي۔ده ووئيل په خرڅونو كښې كمے هم دغه ډول كېږي ده ووئيل وزيراعظم د خزانې وزير په مشرۍ كښې ډاؤن سائزنګ او رائټ سائزنګ په اړه كمېټي جوړه كړی كومه به چې په دې حقله كار كوي۔ده ووئيل زياتې محكمې به په نورو محكمو كښې ضم كولې شي چې ورسره به په خرڅونو كښې ښكاره كمے راشي٬د پي آئي اے نجكاري په تندۍ سره مخ په وړاندې روانه ده٬هيله لرو چې تر آګست به په دې كار بشپړ شي۔وفاقي وزير ووئيل اېف بي آر دا ځل د 13 ټريلين ريونيو ترلاسه كولو هدف اېښودلے ؤ۔دغس ېوزيراعظم خصوصي خوښي لرلو سره ملنډا ګيټس فاؤنډېشن ادارې د لارې د اېف بي آر په ډيجيټلائزېشن كار پېل كړے ۔د اېف بي آر په ډيجيټلائزېشن كښې څو سوه اربه روپۍ بچ كړی شوي بايد دا اقدام ستائېلے شوے ؤ ۔ده خبريالانو او د مېډيا كاركناانو د كم اجرت په اړه وفاقي وزير ووئيل په دې لړ كښې پاكستان برآډ كاسټرز اېسوسي اېشن او آل پاكستان نيوز پيپر سوسائټي سره خبره شوې٬بايد د مېډيا وركرز او خبريالانو په اړه د كم نه كم اجرت قانون نافذ كړے شي ٬ كه هغوي واجبات لري نو هغه دې هم وركړې شي۔ده ووئيل پي بي اے او اے پي اېن اېس باور راكړے چې د خبريالانو او مېډيا كاركناانو استحصال به نه كېږي٬په دې مونږ د هغوي مننه كوو٬په تنخادارو د ټيكس په اړه وفاقي وزير ووئيل په زياته تنخا اغستونكو ټيكس لګولے شوے۔وفاقي وزير ووئيل اولس به د نان فائلر څخه فائلر كول وي٬ټيكس نيټ پراخه كولو ته اړتيا ده۔وفاقي وزير ووئيل د فائلرز شمېره زياتېدو سره به ټيكس بيس زيات شي۔
وزيراعظم شهباز شريف بجټ كښې په ګڼو څانګو ټيكس نه دې لګولے ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ