بيجنګ 08 ستمبر (اے پي پي)د چين خارجه وزير وانګ ژي وئيلي دي د پاکستان، چین او افغانستان د خارجه وزيرانو وړومبې باضابطه غونډه به د سږ كال په پائې كښې كېږي۔ د جمعې په ورځ د پاكستان خارجه وزير خواجه آصف سره خبرې ك??فر??س ته خپله وېنا كښې د چين خارجه وزير ووئيل مونږ درې ترجيحي څانګې په ګوته كړې چې پكښې ستراتېژكې كميونېكېشن٬ سيكيورټي ډائيلاګ او عملي مرسته شامله ده او په دې بنياد به مونږ د درې كسيزه مرستې او سيمه ايزې مرستې لپاره د نوي پلېټ فارم جوړولو مقصد سره كار كوٶ۔ وانګ ژی ووئيل چين به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي٬ په افغانستان كښې امن د دواړو هېوادونو په ګټه دے٬ مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې غواړو۔ په دې موقع خواجه آصف ووئيل چ??ن او پاكستان مثالي اړيكې لري او پاكستان خپل سيمه ايز سالميت لپاره د چين ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل افغان ستونزه هېڅ عسكري حل نه لري٬ پا?? افغان مسئل?? د ??ياسي خبرو اترو د لارې هوارېدل پكار دي۔ ده ووئيل په بنيادي توګه افغان مسئله پوځي حل نه لري دا به په سياسي توګه حل كولې شي
د پاکستان، چین او افغانستان د خارجه وزيرانو وړومبنې رسمي غونډه به سږ كال كېږي
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina