وزيراعظم سره د نړيو??ل بانك ريجنل وائس پرېذيډنټ انيتے ډ??سن په مشرې كښې د بانك پلاوي ملاقات وكړو
اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د نړيو??ل بانك ريجنل وائس پرېذيډنټ انيتے ډ??سن په مشرې كښې د بانك پلاوي ملاقات وكړو۔ په وزيراعظم هاؤس كښې د شوي ملاقات په مهال د نړيو??ل بانك كنټري ډائرېكټ?? پاچها موټھو ايلان ګووان٬ د آئي اېم اېف سيمه ايز نائب صدر سنيزانا كوويك او نديم صديقي هم انيتے ډ??سن سره وو۔ د ملاقات په مهال د اوبو وسيلو وزير سيد جاوېد علي شاه٬ خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه٬ د خزانې سېكتر عارف احمد خان٬ د اوبو سيلو سېكتر شمائل احمد او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د نړيو??ل بانك په شركت سره په پېل كړې شويو بېل?? بېلو پرمختيائي پروژو او هند سره د كشن ګنګا او رېنټل پروژو په شخړو هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم پلاوې د اوسني حكومت د مجموعي اصلاحاتي اېجنډې څخه خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې د امن او امان په صورتحال كښې ځانګړې بهتري راغلې او د توان په بحران قابو موندلو او د سي پېك له مخې د پېل كړې شوي انفراسټركچر پرمختګ سره به معيشت لا مستحكم شي او په مجموعي اقتصادي آؤټ لك كښې به بهتري راشي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د روانو پرمختيائي پروژو په وخت ترسره كولو لپاره د نړيو??ل بانك مرسته غواړي او په خاص توګه هيله لري چې نړيو??ل بانك به د سندھ طاس لوظنامې له مخې خپل كردار په موثره توګه كارولو سره هند سره د اوبو د شخړې حل لپاره مرسته وكړي۔ مېرمن انيتے ډكس وزيراعظم ته باور وركړو چې نړيو??ل بانك به پاكستان سره خپله مرسته روانه وساتي۔