اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) د كورونو او سړي سر شمېرې پھ دوهم پړاؤ كښې د وړومبي بلاك كار بشپړ شوے۔د اسلام آباد پشمول 88 ضلعو كښې د دوهم پړاؤ وړومبې بلاك ګښې د كورونو شمېره د 25 اپرېل نه تر 27 اپړېل شوې وه او دغسې سر شمېره په 28 اپرېل پېل شوې وه كومه چې د مئي په 8مه نېټه بشپړه شوې٬ په دوهم پړاؤ كښې دوهم بلاك لپاره د كورونو شمېره به د 11 مئي نه تر 13 مئي كېږي او سر شمېره به 14 نه تر 24 مئي كېږي۔د پاكستان د شماريات بيورو له مخې اسلام آباد كورونو او سر شمېرې لپاره 1304 بلاكس باندې وېشلې شوې چې پكښې 644 ښارئيز او 660 كلي وال بلاكس شامل دي۔دوهم پړاؤ كښې د خېبرپښتونخوا 9109 بلاكس د فاټا 3543 ٬ پنجاب 46454 ٬ د سندھ 20833 ٬ بلوچستان 4475 ٬ د آزاد كشمير 1579 او د ګلګت بلتستان 526 بلاكس شامل دي۔د دې نه وړاندې په وړومبني پړاؤ كښې په 63 ضلعو كښې د كورونو او سر شمېره بشپړه شوي ۔په هغې كښې د پنجاب 16 ٬ سندھ 8 ٬ د خېبرپښتونخوا 13 ٬ د بلوچستان 15 او آزاد كشمير 5 او د ګلګت بلتستان 5 ضلعو نه علاوه اوركزئي ايجنسي هم شامل وه۔چارواكو له مخې د وړومبني پړاؤ ټول عمل په ښه ډول بشپړ شوې ۔په دوو پړاؤ كښې د پنجاب او سندھ 21 ٬ 21 ٬ دخېبرپښتونخوا 18 ٬ د بلوچستان 17 او د كشمير او ګلګت بلتستان 5 ٬ 5 ضلعو او اسلام آباد كښې سر شمېره كېږي
د كورونو او سر شمېرې پھ دوهم پړاؤ كښې د وړومبني بلاك كار بشپړ شو
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے