اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې د انفراسټركچر منصوبې د مستحكم معيشت د ملا تير او اولس ته آسانيو وركولو له ضروري دي۔ دا خبرې وزيراعظم د اسلام اباد د نوي نړيوال هوائي مېدان منصوبې او دې سره د تړون لرونكي انفراسټركچر د پېشرفت جاج غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د د اېوي اېشن ډويژن سېكتر ووئيل چې د هوائي مېدان د ټرمينل بلډنګ 95 فيصده كار ترسره شوې ٬ تر مارچ به ټول سول وركس بشپړ شي۔ ده ووئيل د دې نه پس به نړيوال معيارونو سره همغږۍ له د دې د آسانيو بشپړه جانچ پړتال كولې شي٬ تر كال 2017 جولائي به هوائي مېدان آپرېشنز له چمتو وي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې نوې هوائي مېدان به د 4500 مسافرو په يو وخت ګنجائشن لري ٬ د دې به 15 ډاكنګ سټېشنز وي چرته چې به دوه A-380 الوتكې په يو وخت ودرېدې شي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې نوې هوائي مېدان به كارګو هېنډلنګ٬ سېفټي او امنيتي٬ مسافرو ته آسانۍ او د پاركنګ پشمول جديد آسانۍ لري۔ د نوې هوائي مېدان له د پېوست انفرسټركچر پحقله د اېن اېچ اے چيئرمېن ووئيل نوې هوائي مېدان ته د موټر وېز اېم ون ٬ اېم ټو او د اېن فائيو څخه د سترو لارو رسنه وركولې كېږي٬ هوائي مېدان به د اسلام آباد مېټرو بس سره هم تړلې شي۔ وزیراعظم به د اګست په 14مه نيټه كال 2017 كښې د اسلام آباد د نوي نړيوال هوائي مېدان پرانسته كوي۔ وزیراعظم امر وكړو چې د هوائي مېدانو آسانيو٬ رابطه سړكونو او د مېټرو بس لېنك د كار د معيار بايد سودا ونه كړې شي ولې چې دا به هېواد ته د راتلونكو غېر ملكيانو په نظر كښې د پاكستان د پرمختګ علامت وي۔ وزیراعظم ووئيل د لاهور په علامه اقبال نړيوال هوائي مېدان په نوي ټرمينل به سږ كال مارچ كښې كار پېل شي۔ په غونډه كښې د اسلام آباد ميئر٬ د اېوي اېشن ډويژن سېكتر٬ د اېن اېچ اے چيئرمېن ٬ د وزيراعظم سېكتر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د اسلام آباد د نوي نړيوال هوائي مېدان منصوبې سره د تړون لرونكي انفراسټركچر د پېشرفت د جاج غونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa