اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې كله وزيراعظم ثبوتونه رامخې ته كړل نو تور لګونكې وتښتېدو٬تلاشي غوښتونكې اوس د خپلې تلاشۍ پھ فكر كښې دے٬عمران خان اوس د شرمندګۍ او ناكامۍ تصوير په نظر راځي۔د نهې پھ ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل چې تلاشي غوښتونكې اوس د خپلې تلاشۍ په فكر كښې دے۔د قطر شهزاده نه وړاندې به پخپله عمران خان عدالت ته وړاندې كېږي۔دې ووئيل خان صېب بيا به دا نه وائي چې په سر مې ګزار خوړلې وو ما نه هېر شوي زما بيان سياسي وو٬ عمران خان اوس د شرمندګۍ او ناكامۍ تصوير په نظر راځي۔دې ووئيل عمران خان د خپلو دريو كلونو سياست څخه هېڅ زده نه كړل۔عمران خان دې د واده سنت ضرور ادا كړي ولې د دروغو او تهمتونو په اړه دې په احاديثو هم غور وكړي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو