اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قومي اسمبلۍ غړي محمد نذير خان وئيلي دي چې فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د ضم كولو پرېكړه د وزيراعظم محمد نواز شريف په دور كښې شوې او پھ دې زړوره پرېكړه د فاټا اولس وزيراعظم ته پېرزوينه وړاندې كوي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د ضم كولو پرېكړه د 14م اګست د پرېكړې په شان يادګار ورځ ده او د دې خبرې كرېډټ وزيراعظم محمد نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل چې پرېكړه شوې چې فاټا به په پنځو كلونو كښې دننه په خبېر پښتونخوا كښې ضم كړې شي او په دې موده كښې به په فاټا كښې پرمختيائي سيكمونه كولې شي چې پكښې به د سكولونو او روغتونونو په شان كارونه شامل وي۔ ده ووئيل چې فاټا كښې به ټولې پرېكړې د رسم او رواج له مخې كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن