پېنډۍ 28 اپرېل (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي د عظیم قام په بشپړه مرسته به پاكستان د هر رنګ او نسل د فساديانو څخه پاكوٶ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به دوام دار وي۔ ده دا خبرې د ګوجرانولاله ګريژن تږ په مهال د پوځ افسرانو او ځوانانو ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د جمعې په ورځ د ګوجرانواله ګرېژن دوره كړې چرته چې سرلښكر ته د پاك پوځ د اپرېشن تيارو٬ د روان ردالفساد عملياتو او كورونو او سر شمېرې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ دې څخه وړاندې سرلښكر پسرور چهاٶڼۍ ته هم لاړو ۔د پوځ افسران او ځوانانو سره د تعارفي نشت په مهال سرلښكر د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو د لوړو حوصلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د عظیم قام په بشپړه مرسته به پاكستان د هر رنګ او نسل د فساديانو څخه پاكوٶ۔دې څخه وړاندې د پوځ سرلښكر چې كله ګوجرانواله ته ورسېد نو د ګوجرانواله كور كمانډر لېفټېننټ جنرال اکرام الحق د سر لښكر هركلے وكړو۔
د عظیم قام په مرسته به پاكستان د هر رنګ او نسل فساديانو څخه پاكوٶ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا